د لاس رسي وړ اتصالات

په عمان کې د امریکايي او ایراني استازو جلا جلا غونډې

له ښي اړخه کیڼ لوري ته : د عمان د بهرنیو چارو وزیر، در بن حمد البوسعيدی، د سولې په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی، ستیو ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ سلاکار او زوم، جرید کوشنر
له ښي اړخه کیڼ لوري ته : د عمان د بهرنیو چارو وزیر، در بن حمد البوسعيدی، د سولې په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی، ستیو ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ سلاکار او زوم، جرید کوشنر

امریکایي او ایراني استازو د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۶ مه) په مسقط کې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره جلا جلا ولیدل، تر څو د امریکا هغو غوښتنو ته د دپلوماټیک حل لاره ولټوي چې له مخې یې د ایران رژیم باید د اټومي وسلو له هیلو لاس واخلي او د ولسي پاڅون پر وړاندې د خونړۍ ځپنې بهیر ته د پای ټکی کیږدي.

د امریکا او ایران دا جلا جلا خبرې اترې چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي په منځګړیتوب شوې چې له تېرې میاشتې راهیسې دوام لري او د زیاتېدونکو کړکېچونو نه وروسته لومړی ځل دی چې دواړه لوري مخامخد مذاکراتو په هڅه کې شامل شوي.

په وروستیو اوونیو کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د ایران رژیم ته خبرداری ورکړی که دا رژیم د اټومي وسلو د جوړولو هڅې په ټپه ونه دروي او د هغو ایرانیانو وژل بند نه کړي چې د دسمبر په ۲۸مه یې د مذهبي واکمنۍ پر ضد پاڅون پیل کړی دی، امکان لري پر ایران پوځي برید وشي.

سپینې ماڼۍ سمدستي د مسقط د جمعې ورځې د خبرو د وضعیت په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

هغه انځورونه چې د عمان خبري اژانس له لارې انلاین خپاره شوي، ښيي چې البوسعيدي د امریکا له پلاوي سره خبرې کوي.

په دغه پلاوي کې ځانګړی استازی سټیف ویتکاف، د ټرمپ سلاکار او زوم جیرډ کوشنر، او د سمندري ځواکونو عمومي قوماندان، براد کوپر،چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) مشري هم په غاړه لري، شامل وو .

عمان مخکې هم د تېر کال په پیل کې د امریکا او ایران د غیرمستقیمو خبرو د څو پړاوونو کوربه هیواد و. دا هغه مهال و چې ولسمشر ټرمپ د ایران رژیم ته د ډیپلوماسۍ له لارې د اټومي وسلو د جوړولو د فعالیتونو د بندولو یو فرصت ورکړی و.

کله چې هغه خبرې ناکامې شوې، ټرمپ د جون په میاشت کې د اسرائیل د ۱۲ ورځنۍ دفاعي جګړې په ملاتړ د ایران د اټومي وسلو د جوړولو پر تاسیساتو د هوايي بریدونو امر ورکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG