ټاکل شوې چې د عراق لومړی وزير، علي الزېدي، د دوشنبې په ماښام واشنګټن ته ورسیږي او د سه شنبې په ورځ به د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینې ماڼې کې وګوري.
ښاغلی الزیدي به د امریکایي چارواکو سره د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو اړيکو د لا پياوړتيا په اړه خبرې وکړي.
د عراق حکومت وايي، د دې سفر پر مهال به د نفتو او ګازو په برخه کې څو هوکړهليکونه او تفاهم لیکونه لاسليک شي. د حکومت وياند حيدر العبودي ويلي، بغداد غواړي د امريکايي شرکتونو په همکارۍ د نفتو د توليد وړتيا لوړه کړي او د انرژۍ په سکټور کې پانګونې ته پراختيا ورکړي.
د عراق دولتي خبري اژانس د العبودي له قوله راپور ورکړی چې په پلان شويو هوکړو کې به د نفتو او ګازو لپاره د صادراتو د بديلو لارو رامنځته کول هم شامل وي، څو د هرمز تنګي د احتمالي بندېدو يا ګډوډيو اغېزې کمې شي.
عراق، لکه د خليج د سيمې د تیلو توليدوونکي نور هېوادونه، د امريکا او ايران د جګړې له امله د هرمز تنګي د تګ راتګ د محدودېدو له کبله د عوايدو له کمښت سره مخ شوی دی.
د حکومت وياند زياته کړې چې په واشنګټن کې به د عراق د وسلهوالو ځواکونو د پياوړتيا او دفاعي همکارۍ په اړه هم خبرې وشي.
د عراق او امريکا اړيکې په تېرو کلونو کې د عراق په خاوره کې د ايران پلوه وسلهوالو ډلو د نفوذ د محدودولو په اړه د واشنګټن د فشارونو له امله له ننګونو سره مخ وې.
خو وروسته له هغې چې علي الزېدي د اپرېل په مياشت کې د لومړي وزير په توګه ونومول شو، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ته مبارکي ورکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د بغداد او واشنګټن ترمنځ به همکاري نوره هم پراخه شي.
فورم \ دبحث خونه