د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې د خپلو پوځیانو شمېر راکموي 


عراقي چارواکو تراوسه پورې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو په اړه څه ندي ویلي
عراقي چارواکو تراوسه پورې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو په اړه څه ندي ویلي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو په عراق کې د خپلو پوځیانو د کمولو خبر ورکړی دی.

ولسمشر ټرمپ د زیاتو جزئیاتو له لیکلو پرته، د شنبې په ورځ ټویټ کړی چې امریکا پلان لري په عراق کې د خپلو پوځیانو شمېر راکم کړي.

د امریکا پوځي چارواکو په عراق کې د سرتېرو د کمولو پلان تائید کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاندې جېسکا مکنولټي ویلي چې: "موږ پوځیان کموو ځکه چې د داعش پاتې جنګیالیو ته د ماتې ورکولو او ددغې ډلې د بیا بغاوت د مخنیوي لپاره د عراقیانو وړتیا په ښه کېدو ده".

مېرمن مکنولټي ويلي چې د پوځیانو د کمولو هر ډول پلان به د عراق له حکومت، ائتلاف پوځیانو او ناټو سره په همغږۍ کې پلی شي.

عراقي چارواکو تراوسه پورې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو په اړه څه ندي ویلي.

د واشنګټن او بغداد استازي د روان کال له پیل راهیسې په عراق کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه بحث کوي. د پوځیانو د کمېدو په اړه تېره اونۍ په سپینې ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم مصطفي الخادمي سره هم خبرې شوې دي.

کارپوهان وايي چې د موصل په شمول د عراق په لویو ښارونو کې د داعش له ماتې وروسته، عراقي پوځیانو ددغو جنګیاليو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله وړتیا زیاته کړې ده.

د بغداد د نهرین پوهنتون استاد حسین علي علوي وايي چې: "د عراق وسله واله قوا د پوځي عملیاتو د مدیریت وړتیا لري".

علوي ټینګارکوي چې د پوځي عملیاتو د بریالیتوب لپاره د امریکا په مشرۍ د ائتلاف پوځيانو "هوايي ملاتړ" مهم دی.

علوي وايي چې واشنګټن او بغداد غواړي پاتې ۳۵۰۰ امریکايي پوځیان د اګست له میاشتې نه وروسته، د دریو کلونو په ترڅ کې له عراق څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG