د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د ډلې تبلیغاتي کمپاین


د کوباني په نوم د ښار د بیرته نیولو دپاره هڅې گړندۍ شوی دي.
د کوباني په نوم د ښار د بیرته نیولو دپاره هڅې گړندۍ شوی دي.

د اسلامي دولت د ډلې تور بیرغ نن سه شنبې هم د ترکیی سرحد ته نېژدې د مهم ښار کوباني په بهرنېو برخو کې رپیدو.

د اسلامي دولت د ډلې تندلارو خپل دوه بیرغونه پرون وروسته له هغه د کوباني په نوم په ستراتیژیک مهم ښار کې اوچت کړل چې د تانکونو او پوځی توپونو ملاتړ هم ورسره و. د سیمه اییزو فعالانو کمیټه او په برتانیی کې دیره د سوریی د بشري حقونو څار گره اداره وایي د اسلامي دولت ډله ښار ته په ننوتلو, د کردي جنگیالیو مقاومت سره چې د خپل ښار دفاع ته راوتلي وو، مخامخ شول.

د سپتمبر د نیمایی څخه را وروسته د اسلامی دولت ډلی یو په بل پسې د کردي کلیو په نیولو سره ځان خپل هدف د کوباني ښار ته چې د عین العرب په نوم هم شهرت لري، رسولای دی.

ددې ښار د بیرته نیولو دپاره هڅې چې په وړاندې یې لومړی گام د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو له خوا د ښار د مهمو په نښه شویو سیمو بمباري وه، لا دوخته اوچت شوی دی.

د ترکیی پلو ته ها خوا ژورنالستانو د کوباني په لویدیځه برخه کې د دوه و زوره ورو چاودنو نه مخکې د جنگي الوتکو آواز واورید چې پر سیمی باندی د بمبارۍ دپاره یی دورې وهلې.

دا دوه اونۍ کیږي چې د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو د کوبانی ښار ته نږدی سیمو کې تر اوسه څو څو ځلې د هوایی بمباریو ماموریتونه تر سره کړي دي تر څو د کردي ځواکونو سره د خپل ښار په ساتنه کې مرسته وکړي. خو داسې ښکاري چې دا بریدونه د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو په مخنیوي کې څه خاص گټور اغیز نلري.

دا پداسې حال کی ده چې د فدرال حکومت د جرایمو د څانگې د ادعا پر بنسټ، چې پرون خپره شوه، یو نولس کلن امریکایی ځوان مخکې لدې چې په شیکاگو کې، د یوه نړیوال پرواز په ترڅ کې, له هیواده ووځي، په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې سره د یوځای کیدو دپاره، سوریی ته د خپل تگ د پلان په لومړي گام کې، د لویدیځې ټولنې څخه د کرکې نه ډک یو لیک پرې ایښې و.

دا نولس کلن امریکایئ محمد حمزه خان چې د شیکاگو په بولینگ نومی ښار کې یی د خپل مور او پلار سره ژوند کاوه، د شنبې په روځ د اوهار په نړیوال هوایی ډگر کې ونیول شو. هغه غوښتل چې سوریی ته د تگ دپاره اول ترکیی ته لاړ شي.

هغه چې پرون فیدرالي محکمې کې حاضر شو، او مور او پلار یې هم محکمی ته راغلي و, په خورا آرامۍ د دعوا وکیل ته وویل چې پر لگول شویو تورونو پوهیږي.

پداسې حال کې چې خان څخه د اوهار په نړیوال هوایی ډگر کی د پوښتنو او گرویږنو پر مهال پلټونکو په شیکاگو کې د هغه کور تلاشي کړ. دا لا نده معلومه چې چارواکو خان د کومو دلایلو پر بنسټ درولای و.

په شیکاگو کې له کور څخه هیڅ څوک دیته حاضر ندی چې د کور څخه بهر د ولاړو ژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي خو د هغه گاونډیان ددوي په اړه داسې وویل، "حیرانونکې ده. زه دلته په بولینگ بروک کې لوی شوی یم او دا یو خورا آرام ښار دی. په دې ځای کې داسی خبری نه اورېدل کېږی. هو، کله ناکله څوک موټرو ته ور دننه شي او داسې نور کوچني جرایم پېښېږی! خو تر دې حده لويه مسله نه!"

په همدې ترڅ کې د نړۍ په لرې بل گوټ، جاپان کې، چې لدې پېښو څخه خورا لري ښکاري، یو زده کونکی هم د اسلا می دولت له ډلې سره د یو ځای کیدلو د هڅو په ترڅ کې نیول شوی دی. جاپاني پولیسو دا محصل پوښتنو ته کینولای دی.

د جاپان د کابینې مشر مرستیال یوشی هاید سوگا پدې اړه داسې وویل، "د جنايي قوانینو پر بنسټ زه پدې خبر یم چې پولیسو اوس د پلټنې عملیات تر سره کړي دي خو نورو جزییاتو څخه به ډډه وکړم ځکه دا څیړنې اوس هم دوام لري او بشپړې شوې ندي."

هغه وویل د جاپان په شمال کی د خپل پوهنتون څخه ددې دپاره رخصتي اخیستی وه او پلان یی درلود چې د یوه مبارز په توگه د اسلامي دولت د ډلې سره د یو ځای کیدو دپاره سوریی ته لاړ شی.

هغه زیاته کړه، "هماغسی چې مونږ د نړیوالې ټولنی د یوه غړي په توگه د ملگروملتونو د امنیت په شورا کې د بهرنیو تررستی جگړو په تړاو د 2178 نمبر لایحه د یو پریکړه لیک په ترڅ کې تصؤیب کړ، زمونږ هیواد د یوه فعال سیاست په ترڅ کې د تررزم د مخنیوي هڅو ته دوام ورکوي."

دا پداسې حال کې ده چې امریکا په عراق او سوریې کې ددې ډلې پر مرکزونو باندې هوایي بریدونو ته دوام ورکوي.

سوگا پدې اړه څه ونه ویل خو آساهي سیمبون ورځپانې وویل چې پولیسو ددې شپږ ویشت کلن ځوان څخه تحقیقات پیل کړي دي.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا تیره میاشت د غړو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو هغو اتباعو په وړاندې چې د اسلامی دولت د ډلی ملاتړ کوي، یا یی کړی وي، جدي جنایي قوانین وضع کړي.

د ترکیې سره په سرحدي سیمه کې د امریکا په مشری د مشکوکو هوایي بمباریو پوځی عملیات اوس هم دوام لري. دا هغه سیمه ده چې کردي جنگیالي د څو اونیو را پدې خوا پکی د اسلامی دولت د ډلی د لا پرمختگ په وړاندې خپل مقاومت جاری ساتي. په وړاندې یې د کردانو د خود مختارې سیمې دفاع وزیر نن هوډ وکړ چې تر پایه به یې په وړاندې مقاومت ته ودریږي.

XS
SM
MD
LG