د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشرۍ د هواېې بریدونو ایتلاف نور هم پراخیږي


د امریکا د دفاع وزیر چیک هیگل په پنټگان کې خبریالانو ته معلومات ورکوي
د امریکا د دفاع وزیر چیک هیگل په پنټگان کې خبریالانو ته معلومات ورکوي

په داسې حال کې چې د امریکا په مشري پوځي ایتلاف په عراق او سوريی کې د اسلامي دولت په مرکزونو هواېې بریدونه کوي، د امریکا دفاع وزرات واېي چې د امریکایي روزونکو ډلې سعودي عربیستان ته رسیدلي دي چې د سوریې د حکومت مخالف وسله وال وروزي.

د امریکا د دفاع وزیر چیک هیگل خبریالانو ته وویل چې د دوشنبې راهیسې، امریکا او عربي متحدینو یې په سوریې کې ۴٣ هواېې بریدونه کړي، او دغه راز په عراق کې بیا امریکا او فرانسي د اسلامي دولت په مرکزونو د ٢٠٠ پوری هواېې ماموریتونه تر سره کړي دي.

ښاغلي هیگل وویل "دا اونۍ د امریکا او ایتلافي ځواکونو دپاره ډیره مهمه وه،"

د سوریې په شمال کې د اسلامي ډلې یوه ودانۍ چې د امریکا په هواېې بریدونو کې په نښه شوې ده
د سوریې په شمال کې د اسلامي ډلې یوه ودانۍ چې د امریکا په هواېې بریدونو کې په نښه شوې ده

د امریکا دفاع وزیر چیک هیگل زیاته کړه "د امریکا د ارزیابې ډلي سعودی عربستان ته رسیدلی دی، دغه ډلې د امریکا دهغه پوځي پلان برخه ده، چې د سورېې حکومت مخالیفنو ځینی ډلی چې د اسلامي دولت وسله والو سره جنگیږی وروځي."

ښاغلي هیگل وویل، "موږ هغوی ته دا نه ښویو چې د هغوی مشران به څوک وې، هغوی به خپلې پریکړی پخپله کوی چې مشران به ېې څوک وی"

د امریکا دفاع وزیر دا خبری له هغه لیږ وخت ورسته وکړی چې د بریتانې پارلمان پریکړه وکړه چې په عراق کې به د اسلامې دولت د وسله والو پرضد د امریکا او فرانسي په هواېې بریدونو کې برخه واخلي.

د سپنې ماڼي ویاند جان ارنسټ ددغه گام هرکلي کړی دی "موږ په دی خوشحاله شوی یو، چې د بریتانیې د پارلما ن غړو د دغه هیواد د پوځ چې د امریکا د پوځ سره همکاری کوي، کلک ملاټر کړې دی ، چې هغه هدف تر لاسه شی چې د ټولي نړی، د متحده ایلاتو او د بریتانې په گټه دي"

د اسلامې دولت وسله والو پرضد د امریکا په مشری په ایتلاف کې د ۴٠ څخه زیات هیوادونه شامل دی.

په دغو هواېې بریدونو کې پنځو عربي هیوادنو هم مرسته کړی ده. له دی سره سره بریتانیې، بیلجیم، ډنمارک، او هالنډ هم ویلې چې دوی به په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو پرضد د ایتلاف په هواېې بریدونو کې ورگډ شي.

XS
SM
MD
LG