د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي او امریکایي پوځي چارواکو د ایران په اړه خبرې کړیدي


اسرائیلي او امریکایي پوځي چارواکو د ایران په اړه خبرې کړیدي
اسرائیلي او امریکایي پوځي چارواکو د ایران په اړه خبرې کړیدي

د امریکا او اسرائیلو سترو پوځي چارواکو پرون د چارشنبې په ورځ دلته په واشنګټن کې پداسې حال کې ملاقات وکړ چې د دواړو هیوادونو د جګپوړه مشرانو تر منځ پدې خبرې موافقه نه راځي چې په ایران باندې څه ډول فشار واچول شي چې دغه هیواد خپل مشکوک اتومي پروګرام بند کړي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن پرون د چارشنبې په ورځ د اسرایلو د لوی درستیز جنرال ګابي اشکینازي سره وکتل.

د اسرائیلو صدر اعظم بینامین نیتن یاهو تیره اونۍ په ایران باندې د نړیوالې ټولنې لخوا د یوه حتمي نظامي ګواښ غوښتنه وکړله تر څو د همدې ګواښ له مخې د ایران مشران دیته مجبوره شي چې د خپل اتومي پروګرام نه لاس په سر شي. خو د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس ورسره دا خبره ونه منله او وې ویل چې په ایران باندې په نړیواله کچه لګیدلي بندیزونه د توقع نه زیاته اغیزه لري او باید چې دغو بندیزونو ته نور وخت هم ورکړل شي.

د اسرئیلو د پوځ لوی درستیز جنرال اشکینازي د سه شنبې په ورځ د امریکا د دفاع په وزارت کې دا خبره ومنله چې په ایران باندې لګیدلي بندیزونه زیاته اغیزه لري خو ورسره یې دا پوښتنه هم کړیده چې آیا دا بندیزنه کافي ده او که نه.

" اصلي پوښتنه دا ده چې آیا په ایران باندې لګیدلي بندیزونه په هغه اندازه دي که نه چې له مخې به یې ایراني مشران دیته مجبوره شي چې د خپل اتومي پروګرام پورې اړوند اقدامات بدل کړي. او د دې خبرې مالومول زیات مهم دي خو لا هم وخت شته دی او مونږ دیته انتظار باسو چې وروستۍ نتیجه به څه وي. "

جنرال اشکینازي دا ونه ویل چې نړیواله ټولنه تر څه وخته باید چې انتظار وباسي مخکې لدې چې په ایران باندې کوم نظامي اقدام وکړ او یا ورته د نظامی اقدام ګواښ وکړي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیتي رییس ستر جنرال مایک مولن بیا پخپل نوبت ویلي دي چې په ایران باندې د نظامي اقداماتو لاره چاره هیڅکله هم د پامه نده غورځول شوې خو هغه هم د دفاع د وزیر رابرت ګیټس خبره کوي او وایي چې په ایران باندې لګیدلي بندیزونو په هغه ملک باندې زیات تاثیر کړیدی او پکار ده چې نور وخت هم ورته ورکړل شي.

" ما په دقیق ډول داسې نښې نښانې لیدلي چې په ایران باندې لګیدلي بندیزونو د توقع نه زیات کار ورکړیدی او پراخه ملاتړ یې هم کیږي. دغه بندیزونه یوازې د امریکا نه بلکه د ملګرو ملتونو بندیزونه هم دي."

مایک مولن همدارنګه ویلي دي هغه پدې کې هیڅ شک نلري چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي او وایي چې دا به د ټولې سیمې لپاره یو آفت وي. خو په عین حال کې ایراني مشرانو تل دا خبرې رد کړیدي چې ګواکې هغوي د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG