د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وایي غواړي چې په راتلونکې یوه میاشت کې د ایران له رژیم سره یوې موافقې ته ورسیږي چې د هغه هېواد د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې او نورې تخریبي کړنې پای ته ورسوي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ( د فبرورۍ ۱۲) د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د نوي پړاو لپاره چې تېره جمعه په عمان کې ترسره شوې، کوم مهالوېش په پام کې لري او که نه، وویل: "ګمان کوم په راتلونکې میاشت کې، په همدې حدودو کې".
د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران رژیم ته په اشارې سره زیاته کړه: "هغوی باید ډېر ژر [پر یوې موافقې] هوکړه وکړي."
ټرمپ په وروستیو اونیو کې څو ځله د ایران رژیم ته خبرداری ورکړی چې که د متحدو ایالتونو له غوښتنو څخه سرغړونه وکړي، نو امریکا به په دغه هیواد پوځي برید وکړي.
متحده ایالتونه له ایران څخه غواړي چې د اټومي وسلو فعالیتونه ودروي، د هغو اعتراض کوونکو وژل پای ته ورسوي چې د ډسمبر په ۲۸ یې د ایران د حکومت په ضد اعتراضونه پیل کړي وو، د بالستیک توغندیو پراختیا ودروي او د هغو سیمه ایزو ترهګرو ډلو څخه لاس واخلي چې د متحدو ایالتونو او د اسرائیل پر ځواکونو بریدونه کوي.
ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل چې یوه ورځ مخکې یې په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره د ایران د رژیم د کړنو په وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه "یوه ډېره ښه لیدنه" درلوده.
اسرائیل له ډېرې مودې راهیسې له تهران څخه ورته غوښتنې لري چې خپل تخریبي فعالیتونه ودروي. اسرائیل د ایران دا کړنې د اسرائیلي دولت په وړاندې ګواښ بولي. د ایران رژیم تل د اسرائیل د له منځه وړلو او نابودولو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ وویل چې له ایران سره د متحدو ایالتونو خبرې اترې په نهایت کې د امریکا په ولسمشر پورې اړه لري. هغه وویل: "که له ایران سره یو ډېر عادلانه او ډېر ښه تړون ونه شي، زه فکر کوم چې د دوی لپاره به ډېر سخت وخت وي."
د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، له ډونالډ ټرمپ سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په لومړنۍ ارزونه کې ویلي چې د ایران له رژیم سره د ولسمشر ټرمپ خبرې اترې ممکن هغه څه رامنځته کړي چې اسرائیل یې د امریکا او ایران ترمنځ یو "ښه" تړون بولي.
د اسرائیل لومړي وزیر د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره یې "غوره" لیدنه درلوده او هغه یې "د اسرائیل لوی ملګری" وباله. د نتنیاهو په وینا، دا لیدنه تر ډېره د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ په خبرو اترو متمرکزه وه.
بنیامین نتنیاهو وویل: "ولسمشر [ټرمپ] په دې باور دی چې ایرانيان له وړاندې پوه شوي چې دوی د چا په وړاندې ولاړ دي. زه فکر کوم هغه شرایط چې هغه [ولسمشر ټرمپ] یې ټاکي، د دوی [د ایران رژیم] له دې پوهې سره چې تېر ځل چې هوکړې ته ونه رسېدل، تېروتنه یې وکړه، ممکن دوی [د ایران رژیم] داسې شرایطو منلو ته وهڅوي چې د یو ښه تړون ترلاسه کول ممکن کړي."
دا په دوهم ځل د ولسمشرۍ په دوره کې د ولسمشر ټرمپ لپاره شپږمه ځل دی چې په متحده ایالاتو کې د نتنیاهو کوربه توب کوي، چې له پیل څخه یې یو کال او څه دپاسه موده تېره شوې ده.
ډونالډ ټرمپ، له نتنیاهو سره له لیدنې وروسته، د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې یې ولیکل چې د اسرائیل مشر ته یې ویلي چې له د ایران له رژیم سره به د تازه پیل شویو خبرو اترو بهیر ته دوام ورکړي څو وګوري چې ایا کومې هوکړې ته رسیدل ممکن دي که نه.
ولسمشر ټرمپ ولیکل: "هیڅ قطعي پایله ترلاسه نه شوه، پرته له دې چې ما ټینګار وکړ چې له ایران سره خبرې اترې دوام ومومي چې معلومه شي چې ایا یوې هوکړې ته رسیدل ممکن دي که نه. که دا هوکړه وشي، زه به لومړي وزیر [نتنیاهو] ته خبر ورکړم چې دا به زموږ د خوښې انتخاب وي. که داسې ونه شي، نو موږ به یوازې وګورو چې پایله به یې څه وي."
بنیامین نتنیاهو د متحدو ایالتونو څخه له وتلو مخکې خبریالانو ته وویل: "پر دې سربېره، ما روښانه کړه چې که یو تړون وشي، باید داسې عناصر ولري چې ... د اسرائیل او زما په اند د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره مهم دي: نه یوازې اټومي مسله، بلکې بالستیک توغندی هم. او په سیمه کې د ایران نیابتي ډلې."
د متحدو ایالتونو ولسمشر، هغه امریکايي پوځي برید ته په اشارې سره چې تېر کال د جون په میاشت کې یې امر ورکړی و او د ایران د رژیم د اټومي وسلو تاسیسات یې ویجاړ کړل، ولیکل: "تېر ځل، ایران پرېکړه وکړه چې غوره ده موافقه ونه کړي او د نیمې شپې له څټک سره یې ضربه ولیدله – خو په هغوی یې کار ونکړ . هیله لرم چې دا ځل به دوی په ډېرې هوښیارۍ او مسؤلیت سره عمل وکړي."
فورم \ دبحث خونه