د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسرائیل او لبنان د سه شنبې په ورځ [اپرېل ۱۴مه] د متحدو ایالتونو په منځګړتوب د سولې د مخامخ مذاکراتو په پیل کولو هوکړه وکړه. د دواړه هېوادونو ډېپلوماتان له ۱۹۹۳ کال وروسته، د لومړي ځل لپاره په واشنګټن ډي سي کې د خبرو لپاره راغونډ شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټامي پېګوت د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې ویلي چې د اسرائیل او لبنان استازو د بهرنیو چارو په وزارت کې د سه شنبې ورځې د مذاکراتو په ترڅ کې "د مخامخ مذاکراتو د پیل کولو په لوري ګټور بحثونه وکړل."
په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان سفیران مایکل لایتر او ندی حمده معوض د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په حضور کې ولیدل.
د مذاکراتو د پیل نه مخکې، روبیو خبرې اترې یو "تاریخي فرصت" وباله. اسرائیل د مارچ میاشتې د لومړیو ورځو نه راپدې خوا، د ایران د ملاتړ نه د برخمنې حزب الله ترهګرې ډلې پر وړاندې عملیات پیل کړي دي. عملیات ځکه پیل شول چې حزب الله د ایران سره لاس یو کړ او د اسرائیل په ګڼ مېشتو سیمو باندې یي د توغندیو او د ډرون بریدونه وکړل.
روبیو وویل "دا تر اوربند بره خبره ده. دا د نړۍ پدې برخه کې د حزب الله د ۲۰ یا ۳۰ کلن نفوذ دایمي ختمول دي. نه یوازې هغه زیان چې اسرائیل ته یي اړولی بلکې کوم زیان چې د لبنان خلکو ته هم اړولی دی."
ده د لبنان خلک د "حزب الله د تیري" او د "ایران د تیري" قربانیان وبلل، زیاته کړه چې موخه دا وه څو "یو چوکات چې له مخې یې یو څه پېښ شي، یو څه چې مثبت وي یو څه چې دایمي وي." رامنځته شي.
روبیو پدې باور دی چې ښايي روان بهیر یو څه وخت ونیسي. ده زیاته کړې چې "دا د یوې ورځې خبره نه ده. دا به وخت نیسي مګر موږ پدې باور یو چې دا زیار پدې ارزي."
د متحدو ایالتونو د اعلامیې له مخې، اسرائیل ویلي چې د "ټولو غیر دولتي ترهګرو ډلو" د بې وسلې کولو او په "لبنان کې د ټولو ترهګریزو زېربناوو" د له منځه وړلو نه ملاتړ کوي او ژمنه یې کړې چې د "دوامدارې سولې لپاره چې په سیمه کې امنیت، ثبات او او سوکالي پیاوړې کوي،" مخامخ مذاکراتو ته کښېني.
د متحدو ایالتونو په اعلامیې کې راغلي چې لبنان پر هغې عاجلې اړتیا ټینګار کړی چې له مخې یې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د ۲۰۲۴ کال جګړیزه متارکه عملي شي. اعلامیه زیاتوي چې لبنان د روانې شخړې له کبله رامنځته شوی بشري بحران ته د رسېدګۍ لپاره"د قوي اقداماتو" غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې د سه شنبې د ورځې مذاکرات په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د خبرواترو د پیل کېدو نه مخکې، د یوې میاشتې نه راپدې خوا تر کار لاندې و او ددې دواړو ډېپلوماتیکو هڅو ترمنځ هېڅ کوم "تړاو" نشته.
امریکايي چارواکي وویل ایران د لبنان خلک جګړې ته راوستل نو ځکه نشي کولای چې ځان د لبنان ساتونکی وښيي. چارواکي زیاته کړې چې حزب الله یوه ترهګره ډله ده چې د کوم ځای مستحقه نده. باید په بشپړه توګه بې وسلې شي او متحده ایالتونه لدې موخې نه ملاتړ کوي.
په یو جلا خبر کې د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې پدې وروستیو کې په لبنان کې د بېځایه شویو خلکو لپاره د ۵۸.۸ مېلیونو ډالرو مرسته منظوره کړې چې خلکو ته خوراکي توکي، روغتیايي خدمتونه، اوبه، سرپناه او نورې عاجلې مرستې ورسېږي.
د اسرائیل د حکومت په اعلامیې کې د سه شنبې د مذاکراتو په تړاو د دغه هېواد د سفیر مایکل لایتر له قوله لیکل شوي چې دواړه لوري کولای شول چې "د حزب الله بشپړ بې وسلې کول، د ایران له نیابتي ډلې نه د لبنان ازادول او یوه واقعي، تلپاتې او دواړخیزه سوله" رامنځته کړي.
لایتر د لبنان ولسمشر جوزف عون ستایلی چې "اجازه یې ورنکړه [لبنان] د حزب الله د رهبر په ګواښونو کې اېسار شي." ده زیاته کړې چې "نعیم قاسم او حزب الله د تیرې زمانې [خلک] دي او موږ دلته د راتلونکې لپاره حضور لرو."
لایتر خبریالانو ته هم ویلي چې د لبنان حکومت څرګنده کړې چې "هغوي به لدې وروسته، د حزب الله لخوا اشغال نشي."
د مذاکراتو په پاي کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې متحدو ایالتونو دواړو هېوادونو ته د "تاریخي پراو" مبارکي ورکړې او د لبنان د هغه پلان ملاتړ کړی چې غواړي د "واک انحصار په ځای کړی او د ایران قاطع نفوذ ختم کړي."
د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې روان مذاکرات به "د ۲۰۲۴ کال د موافقې بنسټ پراخ کړي او یوې جامع سولې ته زمینه برابره کړي."
همدارنګه، د حزب الله د بریدونو په وړاندې د اسرائیل د دفاع د حق نه ملاتړ شوی او ویل شوي چې "د شخړو د ختمولو لپاره باید هر ډول موافقه د متحدو ایالتونو په منخګړتوب، د دوو دولتونو ترمنځ وي نه د کوم جلا بهیر له لارې."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د اسرائیل او لبنان په مذاکراتو کې ددې فرصت شته چې "د لبنان د بیارغونې او اقتصادي ودې لپاره د پام وړ مرستې برابرې کړي."
فورم \ دبحث خونه