د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ نن د اسرائیل له لومړي وزیر سره ملاقات وکړ

امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، نن چهارشنبه ( د فبرورۍ ۱۱) په سپینې ماڼۍ کې د اسرائیل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره ملاقات وکړ.

ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته، د ټروت سوشېل په ټولنیزې شبکې کې د یو پیغام په خپرولو سره، دا ملاقات یې "ډېر ښه" بللی.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې "د اسرائیل له لومړي وزیر سره د ایران د خبرو اترو د دوام" په اړه خبرې وکړې.

د متحدو ایالتونو ولسمشر هیله څرګنده کړې چې په دې خبرو اترو کې د ایران لوری "ډېر عاقلانه او په مسوولیت" برخه واخلي.

ټرمپ زیاته کړې چې په "غزې کې د فوق العاده پرمختګ" او د سیمې په اړه یې له نتنیاهو سره خبرې کړي او د هغه په وینا "په منځني ختیځ کې په رښتیا سوله موجوده ده".

د دواړ مشرانو ترمنځ دا لیدنه په داسې حال کې وشوه، چې متحده ایالتونه او اسرائیل، په دې غور کوي چې څنګه د ایران د اسلامپاله رژیم له ګواښونو سره مقابله وکړي.

په تېر یوه کال کې دا شپږم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د اسرائیل د لومړي وزیر کوربه توب کوي.

تر دې مخکې د اسرائیل لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ له ټرمپ سره د خپل روغبړ عکس د اېکس په ټولنیزې شبکې کې خپور کړ. د دې لیدنې یا سپینې مانۍ ته د ده د ورتګ نور عکسونه نه دي خپاره شوي.

له دې ملاقات څخه مخکې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو، وزیر مارکو روبیو، سپینې ماڼۍ ته نږدې د ولسمشرۍ ځانګړي مېلمستون "بلېر هاوس" کې له نتنیاهو سره ولیدل. د دې لیدنې عکسونه هم د نتنیاهو د دفتر لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

په یوه انځور کې ښکاري چې نتنیاهو د روبیو ترڅنګ ولاړ دی او دواړو هغه سند په لاس کې نیولی چې د اسرائیل لومړي وزیر لاسلیک کړی. دا سند د سولې په بورډ کې د اسرائیل شمولیت تائیدوي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د سولې بورډ تاسیس کړ.

په متحدو ایالتونو کې د اسرائیل سفیر، یاخیل لایټر، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دواړو خواوو د "مهمو جیو-ستراتیژیکو پرمختګونو" په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې یاخیل لایټر او په اسرائیل کې د متحدو ایالتونو سفیر، مایک هکبي، هم ګډون درولو.

د سولې بورډ، د غزې لپاره د ولسمشر ټرمپ د سولې د پلان یوه مهمه برخه ده. د سولې پلان په تېر اکتوبر کې د اسرائیل او د حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د اوربند لامل شو.

د پلان په اساس د سولې بورډ غړي هیوادونه به، چې مشري یې ټرمپ کوي، د غزې د بې وسلې کولو او بیا رغولو څارنه وکړي.

نتنیاهو د سه شنبې په ورځ متحدو ایالتونو ته ورسېد او له رسېدو ورسته یې په بلیر هاوس کې د ټرمپ له ځانګړي استازي، سټیو ویتکوف، او د غیر رسمي سلاکار، جیرډ کوشنر، سره ولیدل.

د اسرائیل د لومړي وزیر د اېکس په حساب کې د دې لیدنې یو انځور خپور شوی او لیکل شوي چې ویتکاف او کوشنر اسرائیلي لوري ته د هغو غیر مستقیمو خبرو اترو د لومړي پړاو په اړه تازه معلومات ورکړل چې هغوی تېره جمعه په عمان کې د ایران له رژیم سره کړې وې.

د سه ‌شنبې په ورځ له اسرائیل څخه تر تګ مخکې، نتنیاهو خبریالانو ته وویل چې هغه به ټرمپ ته د اسرائیل دا دریځ وړاندې کړي چې څنګه دا ډاډ ترلاسه شي چې د متحدو ایالتونو او ایران خبرې اترې په سیمه کې سوله او امنیت ته وده ورکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي دي چې د ایران له رژیم سره هر ډول هوکړه چې هغه یې کوي "باید یوه ښه معامله وي". ټرمپ دا څرګندونې فاکس بزنس تلویزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، کړي دي.

په دې مرکې کې ټرمپ یوه ښه هوکړه داسې تعریف کړی چې پر بنسټ یې د ایران رژیم "هیڅ اټومي وسلې، هیڅ میزایلونه" ونه لري او د متحدو ایالتونو نورې غوښتنې هم ومني.

ټرمپ دا هم وویل چې د ایران رژیم به "احمق" وي که د خپلو ناوړه چلندونو د درولو لپاره د متحدو ایالتونو له هوکړې انکار وکړي. ولسمشر ټرمپ د یوې "لویې بیړۍ" یادونه هم وکړه چې د هغه په وینا "همدا اوس د ایران په لور روانه ده".

ټرمپ د تېر کال په جون میاشت کې هغه امریکايي پوځي برید ته په اشارې سره چې د تهران د اټومي وسلو جوړولو تاسیسات یې ویجاړ کړل، وویل: "موږ تېر ځل د دوی اټومي ځواک له منځه یووړ، او باید وګورو چې دا ځل نور هم له منځه وړو که نه."

د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، هم د چهارشنبې په ورځ په اذربایجان کې خبریالانو ته د ایران په اړه تبصره وکړه.

ونس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالتونه په ایران کې د رژیم بدلون غواړي او که نه، وویل: "که د ایران خلک غواړي رژیم نسکور کړي، دا د ایران په خلکو پورې اړه لري. هغه څه چې موږ اوس ورته پام کوو دا دي چې ایران باید اټومي وسله ونه لري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG