د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او اسرائیل استخباراتي مشران د غزې د یرغمل شویو په اړه له قطر سره غږېږي

د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز
د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز

ځینو معتبرو سرچېنو د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) وویل چې د متحدو ایالتونو د استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز به قطر ته ځي چې له حماس سره د نورو بندیانو د تبادلې په مسئلې باندې له خپل اسرائیلي سیال سره وویني.

په دغو سرچېنیو کې یې یوې، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د اسرائیل د استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا به د همدې اوونۍ په پای کې د قطر د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري.

دویمې سرچېنې ویلي دي چې په دغه ملاقات کې به د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل هم وي. واشنګټن هڅه کوي چې له حماس سره د ۱۰۰ نورو بندیانو د خوشې کېدو لارې چارې اسانه کړي.

د اسرائیل او امریکا استخباراتي مقاماتو څه موده مخکې د قطر او مصر د مشرانو په منځګړتوب، د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند یقیني کړ، چې ۱۰۰ یرغمل شوي په کې پرېښودل شول.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وویل چې د امریکا د استخباراتو مشر د بندیانو د خوشې کېدو په معاملې کې دخېل و او بیا هڅه کوي‌ چې په یوې بلې معاملې کې هم مرسته وکړي.

د امریکا استخبارات د خپل مشر د سفر په اړه معلومات نه خپروي، واشنګټن پوست لومړی په دې اړه راپور خپور کړ او استخباراتي مقاماتو یې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړه

د حماس ډلې ویلي دي که د عدالت نړیواله محکمه (هاګ) د اوربند غوښتنه وکړي،‌ دوی به یې ومني، خو شرط دا دی چې اسرائیل به هم پرې عمل کوي.

جنوبي افریقا دغې محکمې ته عریضه کړې او اسرائیل یې په غزې کې په عامه وژنې تورن کړی دی.

ټاکل شوې چې د عدالت نړیواله محکمه به د جمعې په ورځ په دې اړه خپله پرېکړه وکړي. د دغې محکمې پرېکړې الزامي دي‌ او بیا کتنه پرې نه شي کېدای، خو د خپلو پرېکړو د تطبیق توان نه لري.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو مخکې له مخکې داسې اشاره کړې ده چې د عدالت د نړیوالې محکمې هېڅ پرېکړه به الزامي ونه ګڼي.

هغه د جنورۍ په ۱۴ نېته ویلي وو چې «هېڅوک زموږ مخه نه شي نیولای، نه هاګ» نه په سوریې، لبنان، عراق او یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې.

خو حماس ویلي دي چې د عدالت د محکمې د پرېکړې په اساس به نیول شوي کسان د فلسطینیانو د خوشې کېدو په بدل کې پرېږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG