د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د اسرائیل او لبنان د مذاکراتو بل پړاو په روم کې کېږي

 اسرائیل او لبنان څو ځلې په واشنګټن کې مذاکرات وکړل او دواړو لورو د روان کال د جون په میاشت کې په یوې هوکړې سلا وکړه.
اسرائیل او لبنان څو ځلې په واشنګټن کې مذاکرات وکړل او دواړو لورو د روان کال د جون په میاشت کې په یوې هوکړې سلا وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې د مذاکراتو بل پړاو د اېټالیا په روم کې کېږي.

د وزارت یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ [جولای ۲۸مه] امریکا غږ ته ویلي، "موږ په سویلي لبنان کې د ازماېښتي زون د بریالي رامنځته کېدو او تېرې اونۍ د ولسمشر عون [د لبنان ولسمشر] او ولسمشر ټرمپ ترمنځ د ګټورې غونډې وروسته، په دې بحثونو کې په پوره قوت او انرژۍ سره داخلېږو."

تر دې مخکې، اسرائیل او لبنان څو ځلې په واشنګټن کې مذاکرات وکړل او دواړو لورو د روان کال د جون په میاشت کې په یوې هوکړې سلا وکړه.

د هوکړې له مخې، لبنان باید د حزب‌الله ډله چې د امریکا له خوا ترهګره ډله بلل شوې بې‌وسلې کړي او په بدل کې اسرائیل باید خپل ځواکونه د لبنان له سوېل څخه وباسي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسرائیل او لبنان تخنیکي ډلې به د روم په مذاکراتو کې چې د اګست په څلورمه د وو ورځو لپاره کېږي، د تل ابیب او بیروت د هوکړې په پوره پلي کولو خبرې وکړي.

تر دې مخکې، د امریکا حکومت ویلي وو چې د لبنان او اسرائیل د هوکړې د پلي کېدو په چوکاټ کې په درېیو ازمایښتي سیمو کې کار روان دی چې موخه یې د لبنان پوځ ته د امنیتي چارو بشپړ سپارل دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې درې اړخیز کاري چوکاټ د سولې لپاره یوازینۍ لاره ده او عملي کول يي د لبنان او اسرائیل په ګټه او واشنګټن يي د بریا لپاره ژمن دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG