د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او حماس جګړې د امریکا په مسلمانو او یهودي ټولنو کې امنیتي اندېښنې زېږولي


نیو یارک ښار کې مسلمانان
نیو یارک ښار کې مسلمانان

په داسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه روانه ده، په متحده ایالاتو کې د یو شمېر اسلامي او یهودي ټولنو استازي وايي د تاوتریخوالي ګواښونه ورته شوي دي.

د امریکا د اسلامي اړیکو ټولنې (CAIR) استازي وايي، د تاوتریخوالي د ګواښونو له امله یې خپله کلنۍ غونډه یو نامعلوم ځای ته لیږدولې ده.

د دې ټولنې غړی اډوارډ احمد مچل وايي د هغه هوټل مسئولینو چې ټاکل شوې وه، د ټولنې کلنۍ غونډه پکې جوړه شي، خبر ورکړ چې د مرګ ګواښونه ورته شوي دي.

ښاغلي مچل وویل: : "د موټرو په تمځای کې د بمونو ایښودلو ګواښونه ورته شوي، دا ګواښونه د هغو مسلمانانو ضد او د فلسطین ضد افراطیانو له خوا راغلي دي چې د فلسطین د بشري حقونو لپاره زموږ د ټولنې د ملاتړ څخه ناخوښ دي."

د امریکا د اسلامي اړیکو ټولنې غړي وايي، د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه د خپل دریځ په خاطر له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي او په تیرو دو لسیزو کې په لومړي ځل مجبور شوي چې د خپلې عمومي غونډې ځای بدل کړي.

په امریکا کې د یهودانو ټولنو هم د امنیتي ګواښونو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی. په امریکا کې د یهودانو کمیټې ویلي چې عبادتځایونو ته یې د پېښو امنیتي ګواښونو له ویرې ځینې حضوري او پر لیکه پروګرامونه لغوه کړي دي.

د اکتوبر پر ۲۱ تمه، د اسحاق ایګ په نوم د یهودیانو عبادت ځای مشره سمانتا وول د میشیګن ایالت په ډیټرایټ ښار کې په خپل کور کې په چړو وهل شوې وموندل شوه، چې ګمان کیږي د منځني ختیځ له وروستیو پیښو سره تړاو لري.

خو د ډیټرایټ پولیسو ویلي لا تراوسه یې داسې کوم شواهد نه دي موندلي چې وښيي، د هغې وژنه د منځني ختیڅ له پېښو سره تړاو لري.

د امریکا ملي غیر انتفاعي اسلامي ښوونځیو ټولنې امریکا غږ ته وویل، چې د مسلمانو زده کونکو د زدکړې په چاپیریال کې هم ویره احساسیږي.

د دې ټولنې غړې شازا خان وايي: "په شیکاګو کې یو اسلامي ښوونځي معتبر او مفصل ګواښونه ترلاسه کړل، چې بیا دوی د انلاین زده کړو پریکړه وکړه."

د امریکا میشتو یهوديانو ښوونځي هم د خپلو امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا لپاره د لا زیاتو مرستو په لټه کې دي.

د ښوونيزو ټولنو غړی ډان ميټزنر وايي، د ګولیو ضد ښیښې او د خوندیتوب لپاره نور ټول اقدامات چې ادارې یې کولای شول، هغه یې کړي دي.

هغه زیاتوي: "خو موږ په ټوله نړۍ کې پر مذهبي مشرانو او سیاسي مشرانو غږ کوو چې د دښمنۍ غندنه وکړي، له اسلام څخه کرکه دې وغندي... او کله چې دوی داسې کړنې وګوري نو غندنه دي یې وکړي نه هڅونه."

د جمعې په ورځ د پنسلوانیا په پیټسبورګ کې "د ژوند د ونې" په نوم کنیسه کې تروریستي برید پنځه کاله پوره کېږي. برید کوونکی اوس د مرګ له سزا سره مخامخ دی.

د اسرئیلي ټولنې غړو امریکا غږ ته ویلي چې د اسرائیل او حماس د جګړې ترڅنګ، دغې کلیزې هم د یهودي ټولنو ترمنځ اندیښنې زیاتې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG