د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: په روسیې کې نیول شوی امریکايي خبریال لا هم کونسلي اسانتیاوې نلري


ایوان ګرېشکویچ
ایوان ګرېشکویچ

سپینه ماڼۍ وايي په روسیې کې نیول شوی امریکایي خبریال لا هم په دغه هېواد کې د متحدو ایالتونو د کونسلګرۍ له کوم مقام سره لیدلي نه دي او له کونسلي اسانتیاوې بې برخې دی.

په توقیف کې په کونسلي اسانتیاو کې له کورنۍ سره تماس نیول، صحي او حقوقي امکاناتو ته لاسرسی او دا ډول نور مسائیل شامل وي.

روسیې څو ورځې مخکې د والسټریټ ژورنال خبریال ایوان ګرېشکویچ د جاسوسۍ په تور ونیوه، والسټریټ ژورنال دا تور په کلکه رد کړی دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي نن دوشنبه اپریل درېیمه (وري ۱۴) خبریالانو ته وویل: «هغوی کوښښ کوي چې له ایوان سره کونسلي‌ تماس ټېنګ کړي، خو ډېر زیات سخت دی او تر دې دمه په دې کار توانېدلي ‌نه یو.»

د روسیې له لوري د دغه امریکايي خبریال له نیول کېدو وروسته د دواړو هېوادونو کړکیچن روابط نور هم پسې خراب شوي‌ دي.

فرانس پرس اژانس وايي نن په مسکو کې یوې محکمې وویل چې ګریشکویچ د خپل نیولو په ضد اعتراض کړی او د هغه د قضیې د اورېدو لپاره به د محکمې نېټه د همدې اوونۍ په وروستیو کې اعلان شي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند کربي ویلي دي چې دې «قضیې د ولسمشر په ګډون د ټولو پام جلب» کړی دی او «څومره مو چې له وس پوره وي، هڅه کوو چې ایوان کور ته راستون» کړو.

والسټریټ ژورنال او د رسنیو لسګونو نورو ادارو د ایوان نیول غندلي او ویلي دي چې په جاسوسۍ د هغه تورنول یوه جوړه شوې قضیه ده.

جان کربي په ایوان ګرېشکویچ باندې د جاسوسۍ تور «خندونکی» وباله.

XS
SM
MD
LG