د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جاپان د پراخې امنیتي همکارۍ اهداف وټاکل


د امریکا د متحده ایالاتو او جاپان د همکارۍ هدف د اوسني وخت د هغو خطرونو مخه نیول او په وړاندې یې مبارزه کول دي چې دواړه هیوادونه ورسره مخ کیدای شي.

د دواړو هیوادونو دغه نوې کړنلاره به د امریکا او جاپان ترمنځ د همکاریو د یو مهم پړاو پیل وي. دوي وايي چې د دوی دفاعي همکاري د سیمه ایزو او نړیوالو گواښونو مخه نیول دي، خو د کړنلارې په مسوده کې د کوم مشخص خطر یادونه نه ده شوې.

د امریکا د دفاع د وزارت یو چارواکی وايي چې د آسیا د ارام سمندر په سیمه کې په تیرو دوه لسیزو کې بدلونونه، د نوي مواصلاتي نظام وده، د شمالي کوریا او چین نظامي او اقتصادي پرمختگونه د دې سبب شویدي چې د امنیتی همکارۍ د پراخولو لپاره نوې کړنلاره جوړه شي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د کړنلارې په اساس به امریکا په هر هغه حالت کې گام اخلي چې د جاپان سولې او امنیت ته زیان پیښیږي. همداراز د سمیه یېزو او نړیوالو خطرونو په وخت یا په هر داسې حالت کې به گام اخیستل کیږی چې د متحدینو ځواب ته ضرورت وي.

د امریکا او جاپان د امنیتي همکاریو په لیست استخبارات، څارنه، د ځمکنی مراقبت، د امکاناتو نه شریکه گټه اخیستل، د الوتکو او توغندیو په مرسته دفاع کول او د سمندري قواو همکاري شامله ده.

د جاپان دولت د ٢٠١۴ کال د جولايي په لومړۍ نیټه په خپل پوځ لگیدلي بندیزونه نرم کړل چې دا گام د دویمې نړیوالې جگړې نه وروسته د جاپان په پوځي پالیسۍ کې ستر بدلون بلل کیږي.

په دې کار سره جاپان اوس کولی شي چې په سیمه کې د امنیت دپاره څرگنده رول ولوبوي. په داسې وخت کې چې د چین ځواک وده مومي نو چابان کولی شي چې هغه دوست هیوادونه چې د حملې خطر احساسوی، مرسته ورسره وکړي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې د ٢٠١۴ کال په بودیجه کې د دفاعي چارو دپاره دوه عشایه دوه سلنه چې ۴٨ میلونه ډالره کیږي، زیاتوالی راوستی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکی وايي چې د سیمې هیوادونو لکه استرالیا، جنوبي کوریا او چین ته د دې خبرو په اړه تفصیلات ورکړل شویدي.

دې چارواکي چې د نوم د نه ذکرکولو په شرط ېې خبرې کولې ویلي، چې دوي غواړي جاپان سره امنیتي همکاري ډیره شفافه او آزاده وسي.

د جاپان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکارۍ په نوې کړنلاره کې د همکارۍ نورې ساحې هم یادې شویدي، چې پکې د فضایي چارې، مواصلاتي ټکنالوجۍ، د معلوماتو او استخباراتو شریکول، د سولې ساتنې ماموریتونه، نړیوالې بشري مرستې، لوژیستیکی همکاري، او د ملکي کسانو د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کول شامل دي.

ټاکل شوی چې د وروستۍ مسودې تر بشپړیدو پورې امریکا او جاپان په دې موضوع نورې خبرې هم وکړي. خو دا مسوده د یو قانوني تړون په معنی نه ده.

له دې نه مخکې په کال ١٩٩٧ کې امریکا او جاپان ترمنځ د دفاعي همکارۍ د کړنلارې په سر خبرې شوې وې.

XS
SM
MD
LG