د لاس رسي وړ اتصالات

مایک اسپر: موږ غوښتل بغدادي ژوندی ونیسو


سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو یو تصویر خپور کړی او ویلي دي چې هغوی د بغدادي د وژل کېدو عملیات څارل
سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او نورو چارواکو یو تصویر خپور کړی او ویلي دي چې هغوی د بغدادي د وژل کېدو عملیات څارل

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مایک اسپر وايي چې امریکایي ځواکونو غوښتل د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ژوندي ونیسي، خو د هغه دوژلو لپاره هم چمتوالی نیول شوی و.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۷) وویل چې امریکایي ځواکونو هڅه وکړه چې ابوبکر البغدادي وهڅوي چې ځان تسلیم کړي.

ښاغلي اسپر سي ان ان ته وویل: "هغه دا خبره ونه منله. هغه یو تونل ته ننوت او هڅه یې کوله چې ووځي او په همدې وخت کې یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول او زموږ په باور هغه په خپله ځان وواژه."

نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې دوه امریکایي سرتېري او یو سپی هم سطحي ژوبل شوي دي. هغه وویل چې د شنبې په ورځ یې استخباراتي معلومات ترلاسه کړل او له هغه وروسته یې د عملیاتو تابیا ونیوله.

یو امریکایي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې دا عملیات په عراق کې له یو نظامي مرکز څخه پیل شول.

په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس وايي چې ولسمشر د جمعې په ورځ هغه ټول وړاندیزونه وارزول چې پوځي مشرانو ورته کړي وو.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپېنې ماڼۍ کې په یو خبري کنفرانس کې د بغدادي د وژل کېدو پخلی وکړ او له روسیې، ترکیې او سوریې څخه یې مننه وکړه چې په دې برخه کې له امریکا سره همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG