د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ په امریکا کې ۴۱ میلیونه کسان بیکاره شوي


د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مارچ د میاشتې له نیمایي څخه چې د کروناویروس د مخنیوي په وجه قرنطین کیدل پیل شول، تر اوسه شاوخوا ۴۱ میلیون کسان بیکاره شوي.

سره له دې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د اقتصادي فعالیتونو د بیرته پیل کولو او د قرنطین نه د وتلو هڅې روانې دي، دغه شمیره ښيي چې د امریکا د متحده ایالاتو سوداګریو او د خلکو ژوند او معشیت ته څومره تاوان رسیدلی دی.

په امریکا کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر د جانز هاپکینز پوهنتون د شمیرو په اساس د پنجشنبې د ورځۍ مۍ ۲۸ تر سهاره له ۱۰۰ زرو اوښتی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بیکارۍ کچه په اپریل میاشت کې ۱۴.۷ فیصده وه چې د امریکا د اقتصادي بحران وروسته تر ټولو پورته شمیره وه او زیات شمیر اقتصاد پوهانو وړاندوینه کړې وه چې دغه کچه به د مۍ په میاشت کې ۲۰ فیصدو ته لوړه شي.

یواځې تیره اونۍ ۲.۱ میلیون کسانو د بیکارۍ د بیمې غوښتنلیکونه ډک کړي دي او هغوی چې د لومړي ځل لپاره د بیکارۍ د مرستو غوښتنه کوي لا یې همشمیر په غیرعادي ډول ډیر زیات دي.

خو د امریکا د کار وزارت په نوي رپوټ کې یو څه مثبت علایم هم لیدل کیږي او هغه داچې د هغو خلکو شمیر چې د بیکارۍ مرستې ترلاسه کوي چې د مارچ په نیمایي کې ۲۵ میلیونه و اوس د لومړي ځل لپاره ۲۱ میلیونو کسانو ته راټیټ شوی دی.

دا ښیي چې کمپنیو بیرته په دندو د خلکو ګمارل پیل کړي خو شمیرو ته په کتو ښایي په مۍ کې به لا هم د بیکارۍ کچه ډیره لوړه وي.

د امریکا په ځینو برخو کې د بیکارۍ کچه ډیره لوړه ده. په نیوادا ایالت کې په اپریل کې د بیکارۍ کچه ۲۸.۲ فیصده وه چې په ټول هیواد کې تر نورو ټولو ایالتونو لوړه وه. همدغه کچه بیا په میشیګان کې ۲۲.۷ فیصده او په هاوایي کې ۲۲.۳ فیصدو ته رسیدلې ده.

د کروناویروس د خطر سره سره د اقتصادي فشارونو په نتیجه کې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ مشران هڅه کوي چې قرنطین لرې کړي او اقتصادي فعالیتونه بیرته پیل کاندي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۳۵۵۰۰۰ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او ۵.۷ میلیون کسان پرې اخته شوي دي چې ددې شمیر ۳۰ فیصده یې په امریکا کې دي.

د کروناویروس وبا لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شوه او په چټکۍ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپره شوه.

XS
SM
MD
LG