د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د وینزویلا مشر مادورو د امریکا د یو 'پراخ' برید وروسته ونیول شو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن د امریکا د پراخو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او له هیواده ایستل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۳مه) سهار د خپل ټولنیزې رسنۍ تروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "امریکا په بریالیتوب سره په وینزویلا کې یو پراخ برید ترسره کړ او د هغه هیواد مشر نیکولاس مادورو او میرمن یې ونیول شول او له هیواده وایستل شول."

ټرمپ زیاته کړه: "دا عملیات د امریکا د قانون پلي کونکو سره په همکارۍ ترسره شوي دي."

هغه عملیات چې د مادورو د نیولو لامل شول د میاشتو میاشتو د امریکا د پراخو پوځي جوړښتونو او په کارابین کې د ډیرو سمندري ځواکونو د ځای پر ځای کیدو وروسته ترسره شول.

امریکا د مخدره توکو د قاچاق وړونکو د شکمنو کښتیو په وړاندې لسګونه هوایي بریدونه هم کړي دي، چې د مخدره توکو څه باندې۱۱۰ قاچاق وړونکي یې وژلي دي.

د امریکا چارواکو ویلي چې د مادورو رژیم متحده ایالتونو ته د فینټانیل په شمول د مخدره توکو د لیږد اسانتیا برابروي، چې هر کال په سلګونو زره امریکایان وژني.

مادورو او د هغه څو نږدې متحدین په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په یوې محکمې کې د مخدره توکو د ترهګرۍ او د کوکاینو د واردولو د دسیسې په ګډون د فدرالي تورونو په تور تورن شول.

خو مادورو د مخدره توکو په قاچاق کې د هر ډول لاس لرلو څخه انکار کړی دی.

متحده ایالتونو په ۲۰۲۰ کال کې په پیل کې د مادورو د نیولو یا محکمیت په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۵ میلیون ډالرو پورې وړاندیز وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ۲۵ میلیون ډالرو ته لوړ شو.

د ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۷ مه دغه وړاندیز ۵۰ میلیون ډالرو ته لوړ کړ.

د دسمبر په ۱۵ مه، ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې په رسمي ډول یې غیرقانوني فینټانیل او د دې مخدره موادو مخکیني کیمیاوي توکي د ډله ایزې وژنې د وسلې په توګه ونومو.

ولسمشر ټرمپ وویل چې غیرقانوني فینټانیل "د مخدره توکو په پرتله کیمیاوي وسلو ته نږدې دی."

ټرمپ د دې فرمان د اعلانولو پر مهال وویل:"تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، هر کال له ۲۰۰زره څخه تر ۳۰۰زره پورې خلک مړه کیږي، نو، موږ په رسمي ډول فینټانیل د ډله ایزې وژنې د وسلو په توګه طبقه بندي کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۶مه، اعلان وکړ چې د وینزویلا د مخدره توکو یو کارټل، (کارټل ډی لاس سولز) چې د دغه وزارت په وینا مشري یې مادورو کوي د بهرني ترهګریز سازمان په توګه نومولی دی.

دا اقدام د امریکا حکومت ته اجازه ورکوي چې پر هغه اضافي بندیزونه ولګوي.

مادورو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د وینزویلا د پخواني ولسمشر هوګو چاویز له مړینې وروسته په واک کې دی.

مادورو د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو وروسته د بریا ادعا وکړه، خو متحدو ایالتونو دا ادعا رد کړه او د اپوزیسیون سیاستوال اډمونډو ګونزالیز یې د ګټونکي په توګه په رسمیت وپیژندو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG