وروسته له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو اوربند اعلان شو، نړیوال بازارونه د چهارشنبې په سهار لوړ شول او د یو بیلر تیلو بیه تر سلو امریکایي ډالرو ښکته شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سهشنبې ناوخته وویل چې ایران له یوې ۱۵ ماده ایز پلان سره موافقه کړې، چې پکې د هرمز مهم تنګي بیا پرانیستل هم شامل دي. هغه همدارنګه د چهارشنبې په ورځ له ABC نیوز سره په مرکه کې وړاندیز وکړ چې امریکا او ایران کولای شي په ګډه له هغو کښتیو څخه حق العبور واخلي چې غواړي له هرمز تنګي تیرې شي.
د وال سټریټ اصلي شاخصونه د چهارشنبې په ورځ په لوړه کچه پرانیستل شول، چې د ډاو جونز صنعتي اوسط شاخص ۰.۸۵ سلنه یا شاوخوا ۳۹۴ پواینټه لوړ شو. د S&P راتلونکې بیې ۲ سلنه زیاتې شوې او NASDAQ د پرانیستې پر مهال ۳.۶ سلنه لوړ شو.
د اسیا او اروپا بازارونه هم د اوربند د خبرونو او د هرمز تنګي د احتمالي بیا پرانیستلو له امله پورته ولاړل.
د برینټ خام تېلو راتلونکې بیې پورې څه باندې ۱۶ سلنه راکمې شوې او د یو بیلر نرخ یې ۹۱ امریکایي ډالر و.
د تېلو بیې له هغه وخت راهیسې ډېرې لوړې شوې وې چې د امریکا او ایران جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوه، ځکه ایران ګواښ کړی و او پر هغو کښتیو یې بریدونه کول چې غوښتل د هرمز له تنګي تېرې شي.د نړۍ تقریباً ۲۰ په سلو کې پترولیم له همدې تنګي تیریږي او آسیایي مارکیټونو ته ۸۴ په سلو کې اومه تیل او طبیعي مایع ګاز هم له همدې اوبو تیریږي.
فورم \ دبحث خونه