د لاس رسي وړ اتصالات

د حماسي غضب د عملیاتو دوام او د ایران لخوا د تجارتي سیمو وېشتل

په داسې حال کې چې متحده ایالات او اسرائیل په دوامدار شکل د ایران پر رژیم بریدونه کوي ایران په خلیج کې پر تجارتي کیښتیو بریدونه کوي، د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای په ځای کوي او د دوبۍ هوایي ډګر په نښه کوي.

ایران د چهار شنبې په ورځ مارچ ۱۱ په منځني ختیځ کې د انرژۍ د مارکیټونو او د مهمو محصولاتو د ترانزیت د مختل کولو لپاره هڅې ډیرې کړې.

ایراني بې پیلوټه الوتکو د دوبۍ نړیوال هوایي ډګر ته نږدې برید وکړ، چېرې چې د اوږد واټن الوتنو شرکت امارات موقعیت لري.

د ایران د مشترکو ځواکونو قومنداني ویلي دي چې په سیمه کې به پر بانکونو او نورو مالي بنسټونو بریدونه وکړي. په دې سره به په خاص ډول دوبۍ په نښه شي ځکه دا ښار د سعودي عربستان او بحرین تر څنګ د ګڼو نړیوالو مالي بنسټونو کوربه دی.

د متحدو ایالتونو د کورنیو چارو وزیر ډګ برګن د چهار شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې ایران د هرمز تنګي د تړلو په ګواښ سره ټوله اقتصادي نړۍ برمته کوي. نوموړي وویل ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له خوا ددې کار د کولو د عواقبو په اړه ښکاره غږیدلی دی.

د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال براډ کوپر څرګنده کړې هدف دادی چې د ایران مزایل او ډرونونه له منځه یوړل شي او د هرمز په تنګي کې د یاد هیواد د بیړیو د مخنیوي قابلیت کم شي ځکه دا تنګي د تیلو د نړیوالو مارکیټ لپاره مهمه ده.

د سه شنبې په ورځ د یو بیرل برنټ تیلو بیه ۸۳ ډالرو او ۸۶ سنټو ته ورسیده او نړیوال مالي مارکیټونه ثابت پاتې شول.

وروسته له هغه چې ایران وویل په هرمز تنګي کې یې ماینونه ځای پرځای کړي، ولسمشر ټرمپ وویل چې پر ایران به بریدونه نور هم زیات کړي. امریکایي ځواکونو ویلي دي چې د ایران ۱۶ ماین ایښودونکي بیړۍ یې له منځه وړي دي.

په وخت کې ټاکل شوېده د فرانسې ولسمشر امانول مکرون د چهار شنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د اوو هیوادونو د مشرانو په کوربه توب سره د انرژۍ د کړکیچ د کمیدو بحث وکړي.

د انرژۍ نړیوال آژانس د خامو تیلو د کمیدو د کمیدو په خاطر په تاریخ کې د تیلو د ذخایرو څخه د استفادي وړاندیز کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG