د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې او سخت ګوندي رقابتونه


د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې راتلونکې اوونۍ کیږي
د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې راتلونکې اوونۍ کیږي

ټاکل شوېده په امریکا متحدو ایالتونو کې د راتلونکې اوونۍ په سه شنبې ورځ د ( د نوامبر ۶) د کانګرس منځمهاله ټاکنې وشي.

امریکایان به د کنګرس نوي غړي وټاکي او ددې انتخاباتو نتیجه کولای شي په واشنګټن کې د قدرت توازن بدل او د جمهور رئیس ټرمپ د کار په راتلونکو دوو کلونو اغیز وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ د کمپاینونو له پیل څخه د مهاجرینو په شان د مهمو موضوعاتو په اړه په تنده لهجه بحثونه کړي دي. نوموړي وايي، دیموکراتان میلیونونه غیر قانوني کډوال دې ته هڅوي چې امریکا ته راشي، قوانین نقض کړي او هیواد ورشکست کړي.

خو دیموکراتان بیا د هغه څرګندوني ردوي او وايي دوی د صحي خدماتو په شان په مهمو مسایلو بحث کوي.

کارپوهان وايي ممکن دیموکراتان په کنګرس کې اکثریت ترلاسه کړي خو جمهوري غوښتونکي به په سنا کې ممکن خپل اکثریت وساتي.

د دیموکراتانو په اکثریت سره به نه یوازې د جمهور رئیس ټرمپ یو شمیر اجنداوي له مشکل سره مخ شي بلکې د سپینې ماڼۍ د ډېرو نورو پریکړو په اړه به ممکن تحقیقات پیل او د جمهور رئیس ټرمپ د بیاځلې انتخابیدو هیلې به هم کمي شي.

انتخاباتو ته وروستۍ منډې تړدي په داسې حال کې ګړندۍ کیږي چې جمهور رئیس ټرمپ پرون د پنسلوانیا ایالت په پتسبرګ کې د یهودانو په عبادت ځای کې د شوي برید قربانیانو ته د درناوي لپاره دې ایالت ته ولاړ.

جمهور رئیس ټرمپ یو شمیر کسانو ته په وینا کې وویل" موږ د یهودانو ضد تاریخي شیطانت او همدارنګه بل هر ډول شیطانت غندو. له بده مرغه شیطانت په مختلفو شکلونو رامنځ ته کیږي . موږ د ملت په توګه یو موټي یو."

خو د نوموړي دا سفر د یو شمیر کسانو له پراخ اعتراض سره مخ شو. معترضین وايي، د ددوی پر عبادت ځای برید او هغه هم د یوه سپین پوستي له خوا ځکه شوی چې جمهور رئیس تل په خپل ویناوو کې له سپین پوستو ملپالو ملاتړ کړی دی.

شننونکي وايي، د منځمهاله ټاکنو په وروستیو ورځو کې د یهودانو پر عبادت ځای برید، وتلو دیموکراتانو ته د بمونو استولو او د جمهور رئیس ټرمپ انتقاداتو یو ډول متشنجه او بې باوره فضا رامنځ ته کړې ده.

د پخواني جمهور رئیس مرستیال جوبایډن پر امریکایانو د یووالي غږ کوي او وايي دا زموږ د رهبرانو کار دی چې احساسات کنټرول او په ملي مسایلو کې زموږ شان او شوکت پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG