د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ ټیټ محبوبیت د جمهوري غوښتونکي ګوند ستره اندیښنه ده


په امریکا کې د منځنۍ دورې انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي. د جمهوري ګوند غړي په ولس کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ محبوبیت د نږدې نه څاري.

د ښاغلي ټرمپ محبوبیت په اوس وخت کې څلویښت په سلو کې دی. په ولس کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کمیدو د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندیدان اندیښمن کړي.

پخپله جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې د هیواد اقتصاد په اوس وخت کې په سم لوري روان دی. غږ " د هیواد اقتصاد په هیڅ وخت کې دومره ښه نه و، زمونږ د دورې د پيل نه مخکې اقتصاد په غلط لورې روان و خو اوس دومره ښه شوی چې ساری نلري. "

کارپوهان پدې باور دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کوښښ کوي د هیواد داقتصادي وضعیت په ښه بڼه ښودلو سره د نومبر په میاشت کې خلک دیته وهڅوي چې د جمهوري ګوند کاندیدانو ته رایې ورکړي. دغه کارپوهان وایي چې پنځوس په سلو کې خلک چې د جمهور رئیس ټرمپ نه خوښ دي، پدې خاطر دي چې هغه د هیواد اقتصادي وضعیت په سمه توګه سمبال کړی. او دا د جمهوري غوښتونکو لپاره ښه خبر دی.

خو د ښه اقتصادي وضعیت تر څنګ جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ داسې څو پریکړې کړي چې رای ورکوونکي ښایي اندیښمن کړي. یوه یې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې د پخواني مشر جان بیرنن د عدم مسؤلیت فسخ کول و. بله ستونزه یې د سپینې ماڼۍ د یوې همکارې اوماروسا مني ګالټ نیومن سره لفظي شخړې وې.

د سي آی اې د پخواني مشر په خلاف د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اقدام ډیر خلک هک پک کړي. د سنا په مجلس کې د دیموکرات ګوند سناتور مارک وارنر پدې هکله داسې وایي " د ټرمپ دا کار ما ته د پخواني جمهور رئیس رچارډ نکسان وخت رایادوي ځکه هغه به هم د ټولو هغو کسانو خولې بندولې چې په جمهور رئیس به یې انتقاد کاوه. دا کار مونږ یو ځل بیا داسې تاریخ ته بیایي چې هیڅوک ترې خبرې نه وي. "

ځینې نور کارپوهان بیا پدې باور دي چې مهاجرت په چارو کې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو شمیر جنجالي پالیسۍ او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره یې غونډه چې په امریکا کې ډیرو خلکو پرې انتقادونه وکړل، ښایي چې د نومبر په میاشت کې د منځنې دورې په انتخاباتو کې خلک دیته وهڅوي چې د جهوري غوښتونکي ګوند کاندیدانو ته رایې ورنکړي.

د جمهور رئیس ټرمپ محبوبیت هیڅ وخت د پنځوس فیصدو نه لوړ شوی ندی. د بروکنګز په انسټیټیوټ کې کارپوره جان هوډاک وایي که د جمهو رئیس ټرمپ محبوبیت همداسې لږ وي، د جمهوري ګوند غړو ته به دا سخته شي چې د منځنې دورې په انتخاباتو کې په کانګریس کې خپل اوسنی اکثریت وساتي.

خو پخپله د جمهور رئیس ټرمپ پلویان بیا وایي چې په امریکا کې یوازې د سپین پوستو امریکایانو لپاره نه بلکې د هسپانویانو او تور پوستو امریکایانو لپاره کار روزګار ښه شوي او همدا کار ښایي ډیر خلک وهڅوي چې د جمهوري ګوند غړیو ته رایې ورکړي.

XS
SM
MD
LG