د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ټاکنې؛ په کانګرس کې د اکثریت څوکیو د ګټلو لپاره د ګوندونو مبارزه


د امریکا ولس نن په منځمهالو ټاکنو کې برخه اخلي او د کانګرس لپاره نوي غړي ټاکي.

ددغو ټاکنو نتایج به په امریکا کې د سیاسي قدرت موازنه بدله کړي. که جمهوریت غوښتونکي وکولی شي په کانګرس کې اکثریت وساتي نو سپینه ماڼۍ او مقننه قوه به په ګډه په ډېرو مسایلو کې یو موټي عمل وکړي او که برعکس دیموکراتان اکثریت شي، د ولسمشر ټرمپ پاتې دوه کلنه کارې دوره به له سختو ننګونو سره مخامخ وي.

پدې ټاکنو کې امریکایان د استازو د مجلس لپاره ۴۳۵ وکیلان، د سنا مجلس ۳۵ استازي او ۳۶ ایالتي والیان ټاکي.

نظرپوښتنې ښیي چې دیموکراتان د استازو په مجلس کې د اکثریت څوکیو د ګټلو ډېر چانس لري.

جمهوري غوښتونکي تمه لري چې په سنا مجلس کې خپله واکمني وساتي. دغه ګوند د سنا مجلس ۵۱ څوکۍ په اختیار کې لري.

امریکا ټاکنې؛ په کانګرس کې د اکثریت څوکیو د ګټلو لپاره د ګوندونو مبارزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

XS
SM
MD
LG