د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکي: د افغانستان د بیارغونې ملیاردونه ډالره له خطر سره مخ دي


امریکايي چارواکي: د افغانستان د بیارغونې ملیاردونه ډالره له خطر سره مخ دي
امریکايي چارواکي: د افغانستان د بیارغونې ملیاردونه ډالره له خطر سره مخ دي

د امریکا هغه چارواکی چی په دی هیواد کی د بیا رغونی د چارو څارونکي دي، خبرداری یی ورکړیدی چی کمزوری پلان جوړونه او کمزوری اداره هغو هڅو ته تاوان رسوی چې د افغانستان پوځ او پولیس تقویه کاندي؛ په داسی حال کې چی د امریکا د مالیه ورکوونکیو ملیاردونه ډالر له خطر سره مخ دي.

ارنولډ فیلډز دافغانستان د بیارغونی عمومی مفتش دغه خبری ددوشنبی په ورځ د هغه کمیسیون په مخکی وکړلی چی د جگړی د وخت د قراردادونو د کمسیون په نامه یادیږی.

ارنولډ فیلډز وویل د نظامي اډو ودانۍ له خپل مهال ویش نه دومره ډیری بیرته پاتې دي چې سړی په دې نه پوهیږی چی دامریکا پوځ به څنگه دومره مرکزونه بشپړ کړي چې په دغو دوه کلونو کی د روزنی لپاره کافي وي.

په داسی حال کې چې دا فرض شویده چې د افغانستان پوځ په دغه موده کی دخپل امنیت مسوولیت په غاړه واخلي.

د بیارغونې عمومي مفتش ارنولډ فیلډز کمیسیون ته وویل چې ٨٨۴ پروژی چې لگښت یې ۴.١١ ملیاردو ډالرو ته رسیږی، د مهال ویش له مخې باید په ٢٠١٢ م کال کی پایته ورسیږي. خو په دې جمله کې یوازې ١٣٣ پرورژی بشپړی شویدی. دغه متقاعد جنرال وویل چی د ٧٨ مرکزونو ودانول روان دی. خو په ٦٧٣ نورو ودانیو باندی لا کار شروع شوی ندی.

ارنولډز فیلډز وویل چې دامریکا حکومت په دې برخه کې کوم پراخه پلان نلري چې د هغه له مخی لومړیتوبونه معلوم کړي او خپلې منابع زیاتې کړي او د افغانستان د حکومت له اړتیاو سره ځان برابر کړي.

XS
SM
MD
LG