د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کوپر: د متحدو ایالتونو جګړیز قدرت په لوړېدو او د ایران قوت په ماتېدو دی

د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر براډ کوپر
د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر براډ کوپر

د امریکا د پوځ یو قوماندان چې د ایران د ترهګر رژیم پر وړاندې د امریکايي پوځیانو مشري کوي وايي چې د متحدو ایالتونو جګړیز توان په لوړېدو او د ایران قوت په ماتېدو دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال براډ کوپر د چهارشنبې په ورځ [مارچ ۱۱مه] په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د حماسي غضب عملیاتو په اړه تازه معلومات شریک کړي دي.

کوپر ویلي: "امریکايي ځواکونه د ایراني رژیم پر وړاندې د ویجاړونکي قوت څخه کار اخلي."

ده زیاته کړه چې د دقیقو هدف ویشتونکو وسلو په کارولو سره، د متحدو ایالتونو په مشرۍ د ګډو عملیاتو په ترڅ کې په ایران کې د ۶۰ کښتیو په شمول په ۵۵۰۰ هدفونو باندې بریدونه شوي دي.

د مرکزي قوماندانۍ مشر وویل چې پوځیانو یي د سه شنبې په ورځ د بېلابېلو موقعیتونو او لارو نه په استفادې "نږدې هر ساعت" په ایران بریدونه کړي دي.

تردې مخکې، مرکزي قوماندانۍ د سه شنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و چې د متحدو ایالتونو پوځیانو د هرمز په تنګي کې د ۱۶ ماین ښخونکو وسایطو په شمول د ایران د سمندري ځواکونو څو کښتۍ له منځه وړې دي. دغه تنګی په نړۍ کې د تېلو د صادراتو مهمه لار ګڼل کېږي.

کوپر پخپلې ویډیويي وینا کې وویل چې مرکزي قوماندانۍ "پدې پراخو عملیاتو کې د اسرائیل سره له نږدې او اغیزناکه توکه خپلو همغږیو ته دوام ورکوي او همدارنګه مونږ په منځني ختیځ کې له خپلو ټولو شریکانو سره اوږه په اوږه همغږي او کار کوو."

کوپر وویل چې د حماسي غضب عملیات "د ایران لخوا د امریکایانو او زموږ د ملګرو د ګواښلو د وړتیاوو د له منځه وړلو په لار روان دي او موږ دا موخه په مرګوني عمل، دقت او چټکو نوښتونو ترلاسه کوو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG