د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خپل پوځ شمیر را کموي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه کاږي چي د ولسمشر اوباما حکومت د امریکا د پوځ شمیر راکموي چې په لړ کې به یې د امریکا د پوځ شمیر د دویمې نړیوالې جګړې مخکي شمیر ته راکښته سي.

د پنټاګون چارواکو چې د نوم د نه اخیستو په شرط یې خبري کړي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته یې ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل به د امریکا د پوځ شمیر د ۴۴۰ زرو او ۴۵۰ زرو شاوخوا ته د راکښته کېدو اعلان وکړي چې دغه لړۍ به په راتونکو څو کلونو کي بشپړه سي.

پنټاګون د مخه لا پردې غور کوی چي د امریکا د پوځ شمیر چي د سپتمبر د یوولسمې نېټې د برید سره یې تعداد ۵۷۰ زرو عسکرو ته زیات شو، را کم کړي.

د امریکا د دفاع وزیر هېګل به دغه راز د هوايي ځواک هغه قطعه هم په بشپړه توګه لغوه کړي چې د پخواني شوروي اتحاد د ټانکونو د له مینځه وړولو دپاره جوړه شوې وه.

د امریکا په پوځ کې به دغه تغییرات د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د ښاغلي هېګل وړاندیز هغه پلان منعکسوي چې په لړ کې به یې د امریکا د حکومت لګښتونه راکم سي او دغه راز د ولسمشر اوباما هغه ژمنې ته هم انعکاس ورکوي چې هدف یې د عراق او افغانستان د جګړو ختمول وو. چارواکي وايي چې د امریکا پوځ به د هر ډول دښمن د ماتولو توان ولري خو د هېواد بهر به د اوږدمهالو پوځي عملیاتو دپاره کم تعداد ولري.

د دفاع د وزارت د پیشنهاد سره به د وسلوو کمپنۍ مخالفت څرګند کړي ځکه دغه کمپنۍ غواړي چې په پنټاګون کي خپل قراردادونه وساتي خو د کانګرس غړي به هم مخالفت وکړي ځکه دوي به په خپلو ولسوالیوو کې د پوځي اډو د بندیدو مخنیوی وکړي.
XS
SM
MD
LG