د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بګرام د پوځي اډې کنترول افغان ځواکونو ته وسپاره


بګرام پوځي اډه
بګرام پوځي اډه

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټګان) یو چارواکي امریکا غږ ته تائید کړه چې امریکایي ځواکونه د بګرام له پوځي اډې څخه وتلي او د دغه مرکز کنترول یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارلی دی.

د بګرام پوځي اډه له شاوخوا دوو لسیزو راهېسې د القاعده ډلې او طالبانو سره په جګړه کې د امریکایي ځواکونو اصلي مرکز بلل کېده. امریکا د سپتمبر له پېښې وروسته د طالبانو رژیم نسکور کړ او په بګرام کې یې پوځي مرکز پرانیست.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي دي‌ چې دا پوځي مرکز افغان ځواکونو ته سپارلی شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن جمعه جولاۍ دوهمه (چنګاښ ۱۱) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه پوځي اډه نن افغان ځواکونو ته ور تسلیم شوه.

دوو امریکايي چارواکو سي ان ان او اسوشېټیډ پرس اژانسونو ته ویلي چې پوځي اډه نن افغان ځواکونو ته ور تسلیم شوې ده.

خو د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر لا هم په افغانستان کې دی او له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څاري.

وسله والو طالبانو له بګرام پوځي اډې څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو هر کلی کړی او هغه یو مثبت ګام بللی دی.

په همدې حال کې ارګ وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان سره کتلي دي. ارګ وايي‌ چې دواړو د افغانستان امنیتی او دفاعي ځواکونو سره د امریکا د مرستو دوام او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو نوي فصل په اړه له یو بل سره لیدلي او خبرېیې کړې دي.

په کابل کې د سولې او جګړې د انستیتیوت مشر تمیم عاصي وایي چې د بګرام پوځي‌ اډه هم د پخواني شوروي اتحاد او هم د امریکایي ځواکونو د «دخولي او خروجي» نقطه وه.

تمیم عاصي امریکا غږ ته وویل: « د بګرام پوځي اډه او میدان په افغانستان کې د امریکا د مداخلې د ښو او بدو سمبول دی.»

د بګرام پوځي اډه په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه وه چې ځیني سیاسي بندیان هم پکې ساتل کېدل.

دغه پوځي اډه په ۱۸۹۰ کال کې د پخواني شوروي اتحاد لخوا جوړه شوې وه او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له لویو پوځي مرکزونو څخه و.

امریکايي ځواکونو تر دا مهاله په کندهار، بلخ، هلمند، کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم خپل پوځې اډې افغان ځواکونو ته ورسپارلي دي.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون او د امریکا د ولسمشر جو بايډن د پرېکړې په اساس ټاکل شوې د راتلونکي سپټمبر میاشتې تر ۱۱ ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

په همدې حال کې په افغانستنان کې جکړو زور اخیستی دی او داسې اندېښنې شته چې ګنې طالبان غواړي د زور له لارې واک ته ورسيږي، خو افغان چارواکي وايي چې طالبان په زوره په افغانستان نشي حاکم کېدای.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر تېره سه شنبه وویل چې امریکايي ځواکونو دا وړتیا لري چې په جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG