د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د سرتیرو تر کمیدو وروسته دوه سترې اډې ساتي


د امریکا پوځ وایي چې په افغانستان کې د سرتیرو د شمیر د کمیدو وروسته به دوه ماموریته پر مخ وړي چې یو یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره همکاري او بل یې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ډلو په خلاف د تروریزم ضد عملیات کول دي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارک میلي لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې په افغانستان کې یې د خپل نظامي حضور د راتلونکې په هکله معلومات ورکوي.

جنرال میلي همدرانګه ویلي چې د دوه لویو نظامي اډو تر څنګ به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې "موقتي" اډې هم ولري.

د امریکا د پوځ دغه تر ټولو جګپوړي چارواکي دا ونه ویل چې کومې لویې پوځي اډې ساتي او دا یې هم ونه ویل چې د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن به پدې هکله څه ډول پریکړه کوي او دا یې د راتلونکې ادارې کار وباله.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستره اډه د بګرام په هوایي ډګر کې ده خو د دې تر څنګ د کندهار، جلال آباد او هرات تر څنګ په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم غټې او وړې اډې لري.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۴۵۰۰ سرتیري لري خو د دفاع وزارت یا پنټاګان د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې تر نیمایي پورې به په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري پاتې وي.

امریکا پداسې وخت کې په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په اړه معلومات ورکوي چې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې په خبرو کې هم پرمختګ شوی.

د سولې د خبرو اترو دواړو ډلو استازو پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې " د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا بحث پیل کیږي."

جنرال مارک میلي هم په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې په خبرو کې په پرمختګ ټینګار وکړ او دا یې هم ومنله چې طالبانو سره کښیناستل د ځینو خلکو لپاره "خوابدوونکی" و.

XS
SM
MD
LG