د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ ته په ونزویلا کې د جنگ لپاره د تیارۍ امر ندی شوی


پنټاگان وایي چې هغوي په ونزویلا کې روان کړکیچ څاري خو پوځ ته لا په جنگ کې د ښکیلیدو امر نه دی شوی

د امریکا د دفاع وزیر پیټرک شناهن د بهرنو چارو د وزیر مایک پمپیو د هغه بیان نه څو ساعته وروسته چې ویل یې که ضرورت شي نو په ونزویلا کې به پوځي اقدام وکړي، وویل چې هغوي د دغه هیواد د کړکیچن حالت په اړه ځانونه تیار ساتي خو پوځ ته د جنگ لپاره د تیارۍ امر نه دی شوی.

پیټرک شناهن او ځینې نور چارواکي د پوځي اقدام پر ځاې د ولسمشر مدورو د لیرې کولو په خاطر د اقتصادي او دپلوماتیک فشار په زیاتولو ټینگار کوي.

کله چې خبریالانو د پنټاگان د وزارت د مرستیالې کیترین ویبرگر نه وپوښتله چې ایا امریکایي ځواکونو ته د تیارۍ امر شویدی او کنه نو هغې وویل چې: "هغوي په ټولو اړخونو غور کوي. خو په دې قضیه کې مونږ ته هغه ډول امر نه دی شوی، چې تاسو څه ته اشاره کوئ."

د امریکا د گډو ځواکونو مشر قوماندان جوسف ډنفورډ بیا وایي چې هغه په استخباراتي معلوماتو راغونډولو متمرکز و او که ولسمشر ټرمپ د پنټاگان نه په دغه کړکیچ کې د ښکیلتیا غوښتنه وکړه نو هغه دیته تیار دی چې ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG