د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: که اړتیا وه، په ونزویلا کې پوځي اقدام کوو


مایک پمپیو وایي چې دیموکراسي نشې ماتېداې
مایک پمپیو وایي چې دیموکراسي نشې ماتېداې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي په ونزویلا کې د روان کړکیچ د ختمولو په خاطر که ضرورت پیدا شو، پوځي اقدام به وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په ونزویلا کې د "کودتا" له هڅې یوه ورځ وروسته وکړې. هلته لا هم د مخالف سیاستوال هوان ګوایدو پلویان د حکومت د پرځولو هڅې کوي. ښاغلي ګوایدو پر پوځيانو غږ کړی چې نظام نسکور کړي.

ښاغلي پمپیو د چهارشنبې په ورځ (مۍ۱) د فاکس تلویزون ته وویل " پوځي اقدام ممکن دی. که پوځي اقدام لازم وي، متحده ایالت به یې وکړي."

خو بیا هم ښاغلي پمپیو تاکید وکړ چې هېواد یې غواړي په ونزویلا کې واک په سوله ایز ډول انتقال شي. نوموړي تېره ورځ په ټویټر کې ولیکل چې امریکا د ونزویلا د خلکو د ازادۍ د هڅو پوره ننګه کوي. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دیموکراسي نشي ماتېداې.

ولسمشر ټرمپ هم ویلي وو چې د ونزویلا حالت څاري. په همدې حال کې اسوشیتدپرس راپور ورکړی دی چې د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین هم د ونزویلا د روانو حالاتو په اړه له خپل امنیتي ټیم سره مشوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG