د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سوریې له سوېل ختیځې اډې څخه خپل ځواکونه ایستلي دي

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ وايي چې د سوریې له سوېل ختیځې اډې څخه یې خپل ځواکونه "د ټاکل شویو شرایطو پر بنسټ" ایستلي او دا اډه یې د هغه هیواد د موقت ولسمشر، احمد الشرع، ځواکونو ته سپارلې ده.

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونه یې د "ټاکل شویو شرایطو" پر بنسټ د سوریې په سوېل ختیځ کې له یوې پوځي اډې څخه ایستلي دي. دوي دا اقدام د سوريې موقت ولسمشر، احمد الشرع، حکومت ته د دې اډې د سپارلو د بهیر یوه برخه بللې ده.

سینټکام د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل چې امریکايي ځواکونو یوه ورځ مخکې د التنف له پوځي اډې څخه "منظم" وتل بشپړ کړل. دا اډه د سوریې، اردن او عراق د سرحدونو درې‌لارې ته نږدې موقعیت لري.

دا امریکايي ځواکونه په التنف کې د "اصلي حل عملیات" په نوم، د ګډې شریکې کاري ډلې تر چتر لاندې مېشت وو. دا ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې د سینټکام له خوا جوړ شوی و څو د اسلامي دولت ډلې چې د داعش په نوم هم پېژندل کېږي، پر ضد جګړه کې له ملګرو ځواکونو سره مشوره او مرسته وکړي.

د دغو ځواکونو په وتلو به په سوریې کې د پاتې امریکايي پوځي ځواکونو حضور د هېواد په شمال ختیځه سیمه کې متمرکز کیږي چیرې چې د داعش پر ضد ماموریت لا هم د سوریې له حکومتي او سیمه‌ییزو ځواکونو سره په همکارۍ روان دی.

د پنجشنبې په ورځ په خپور شوي راپور کې د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د دفاع وزارت له قوله ویلي چې حکومتي ځواکونو د امریکا له وتلو وروسته د التنف اډې کنټرول په لاس کې واخیست او د عراق او اردن سره د سوریې پر پولو یې د ځای په ځای کیدو بهیر پیل کړ.

د سانا په وینا، د سوریې دفاع وزارت ویلي چې د اډې د تسلیمیدلو دا بهیر "د سوریې او امریکا د چارواکو ترمنځ د همغږۍ وروسته" ترسره شوی دی.

امریکايي ځواکونو تېر کال د احمد الشرع له ځواکونو سره د داعش پر ضد مبارزه کې همکاري وروسته له هغې پیل کړه چې هغه د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د پخواني ولسمشر، بشارالاسد، په مشرۍ د هغه هیواد اوږد مهاله واکمني ختمه کړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وروسته پرېکړه وکړه چې د نوي مشرتابه سره کار وکړي څو په سوریه کې د داعش پاتې شوني له منځه یوسي او په دې هېواد هېواد او سیمې کې ثبات ته وده ورکړي.

سنټکام په خپل بیان کې زیاته کړه چې د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د "اصلي حل د عملیاتو" اړوندو ځواکونو "له ۱۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي او تر ۵۰ زیات داعش وسله‌وال یې نیولي یا وژلي دي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG