د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالتونه: د ایران او روسیې سره د اړیکو له کبله د سویس بانک سره اړیکې پرې کوو

د متحده ایالاتو د مالیې وزیر سکات بیسنټ
د متحده ایالاتو د مالیې وزیر سکات بیسنټ

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د مالي جرمونو د څارنې شبکې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶ اعلان وکړ چې که وړاندیز شوی قانون تصویب شي، نو د سویس بانک ته به د متحده ایالتونو مالي سیسټم ته د لاسرسي اجازه ورنکړل شي، ځکه چې د امریکا په وینا دغه بانک له ایران، روسیې او ونزوېلا سره تړلو غیرقانوني فعالیتونو مالي ملاتړ کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې دغه بانک د ایران د «سپاه پاسداران انقلاب » (IRGC) او د هغه د قدس ځواک لپاره د ترهګرۍ مالي ملاتړ ته د ۳۷ ملیون ډالرو اسانتيا برابره کړې ده، او همدارنګه د روسیې اړوندو هغو کسانو لپاره یې مالي معاملې تر سره کړي چې د امریکا تر بندیز لاندې دي.

د متحده ایالاتو د مالیې وزیر سکات بیسنټ ویلي چې سویس بانک له ایران او روسیې سره له تړلو غیرقانوني لارو د سل میلیونه ډالرو څخه زیاتې پیسې د امریکا د مالي سیسټم له لارې لېږدولي دي.

هغه وویل چې بانکونه باید پوه شي چې امریکا به د خپل مالي نظام د سلامتیا او خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

که دغه قانون ومنل شي، امریکایي مالي ادارو ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې سویس بانک لپاره یا د هغه په استازیتوب کوم بانکي حساب پرانیزي یا وساتي، او دا به د دغه بانک لپاره د ډالر سیستم ته د لاسرسي مخه ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG