د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د طالبانو له خوا د امریکاغږ رادیو د خپرونو بندول د مطبوعاتو د ازادۍ څخه سرغړونه وګڼله


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند د طالبانو له خوا د امریکا غږ راډیو د خپرونو له بندولو وروسته ویلي چې دا اقدام د امریکا له سترو اهدافو سره په ټکر کې دی چې د مطبوعاتو ازادي هم پکې شامله ده.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "دا هغه ډله ده چې وايي دوی د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره مشروعیت او عادي دپلوماټیکې اړیکې غواړي. ښه، یو له هغو شیانو څخه چې موږ یې د سوله ایزو مظاهرو سربیره دفاع کوو د مطبوعاتو ازادي او اطلاعاتو او خبرونو ته د خلکو ثابت او د باور وړ لاس رسی دی."

د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لارښوونو پر اساس د پنجشنبې په ورځ دسمبر په لومړۍ نیټه (لیندۍ لسمه) د افغانستان دننه د امریکا غږ او ازادي راډیو خپرونې په مخکنیو منځنیو او ایف ایم څپو باندې بندې شوې، خو د امریکا غږ له افغان څخه بهر په نویو منځنیو او لنډو څپو باندې خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه چې "مو ږ به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مطبوعاتو له ازادۍ او د اتباعو له حقونو څخه دفاع ته دوام ورکړو، څو هغوی رسنیو او خبرونو ته لاسرسی ولري".

ښاغلي کربي وویل، طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي. خو د دوی کړنې د دوی له څرګندونو سره مخالفې دي او "موږ وینو چې زده کړو ته یې د نجونو لاسرسی قطع کړی او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د مدني او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو شاهدان یو".

طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو سخت مقررات وضع کړل، ښځې د یو څو دفترونو په استثنا په دولتي ادارو کې له کار کولو منعې شوې، منځني او عالي ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او ښځو ته امر وشو چې د شرعي محرم پرته سفر ونکړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وویل: "که طالبان واقعاً په رسمیت پېژندل غواړي او مشروعیت ولري، هغوی باید له قانوني لارو عمل وکړي."

مخکې له دې چې دغه بندیز ولګول شي، د امریکا غږ اشنا راډیو د افغانستان له دننه څخه د ورځې د ۱۲ ساعتونو لپاره د ۱۵ ایف ایم څپو او دوه منځنیو څپو له لارې شپږ ساعته په دري او شپږ ساعته په پښتو خپرونې کولې. دغه رسنۍ په بېلابېلو خپرونو سره د افغان ولس غږ د هغو مسايلو په اړه نړۍ ته رسوي چې په کورنيو رسنيو کې د طالبانو له خوا سانسور شوې دي.

له دې وړاندې د امریکا غږ ټلویزیوني خپرونې د اشنا تلویزیون په نوم په طلوع، طلوع نیوز او لمر ټلویزیونونو کې خپریدلې او تر هغه وړاندې د څه باندې یوې لسیزې لپاره د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې خپریدې، همداشان د امریکا غږ د پښتو څانګې د اتصال تلوویزیوني خپرونه چې د شمشاد محلي تلویزیون له لارې خپریدله د روان کال مارچ په ۲۷ (وري اوومه) د طالبانو له خوا بنده شوه.

د امریکا غږ آشنا راډیو چې په افغانستان کې دننه څه باندې ۷.۳ میلیونه اوریدونکي لري د رامنځته شوې ستونزې څخه ژغورل شوی او اوس خپلې راډیویي خپرونې له افغانستان څخه بهر افغان اوریدونکو ته په ۹۷۲ کیلو هرټز منځنۍ څپو وړاندې کوي.


د دې ترڅنګ د اشنا راډیو خپرونې په منظم ډول د امریکا غږ له سپوږمکۍ (یاسټ ۴۶۹ چینل) او د دې رسنۍ له ډیجیټل چینلونو، د پښتو او دري ویبپاڼو او فیسبوک پاڼو په ګډون په منظم ډول خپریږي. همدارنګه، د امریکاغږ په فعاله توګه هڅه کوي چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې خپلو اوریدونکو ته د مختلفو وسیلو له لارې ورسیږي.

د امریکا غږ دري راډیو خپرونې د ۱۹۸۰ کال په اکتوبر کې پیل شوې او د امریکا غږ پښتو راډیو خپرونې د ۱۹۸۲ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان لپاره پیل شوې.

XS
SM
MD
LG