د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: طالبان هلمند نه شي نیولی


په هلمند کې د ناتو قوماندان وایي چې افغان سرتیري ددې ولایت امنیتي او دفاعي چارې پرمخ بیولی شي.
په هلمند کې د ناتو قوماندان وایي چې افغان سرتیري ددې ولایت امنیتي او دفاعي چارې پرمخ بیولی شي.

په هلمند کې د ناټو د پریکنده ماموریت قوماندان جنرال اندریو رالنګ وايي چې سږکال به اجازه ور نه کړل شي چې د هلمند ستراتیژیک موقعیتونه د افغان پوځ له لاسه ووځي

د هلمند په شورابک کې د باستن په اډې کې امریکا غږ سره د مرکې پرمهال وویل چې اوس مهال په دغه اډه کې نږدې زر بهرني سرتیري د افغان پوځ د روزنې او مشورې ورکولو وظایف پر مخ بیایي.

ښاغلي رالنگ زیاته کړه چې په هلمند کې د بهرنیو سرتیرو میشت کیدل د مخکنۍ موافقې له مخې شوي او د هغه په وینا د جګړې په ډګر کې دوی هیڅ رول نه لري.

ددې سره جوخت د ناتو مقاماتو د هلمند ولایت په ٢١٥ قول اردو کې د بې پیلوټه الوتکو د سوق او ادارې د مرکز چارې افغان سرتیرو ته وسپارلې.

جنرال رالنگ وایي گرشک، سنگین، کجکي او د نورو ولسوالیو مرکزونه ستراتیژیکې سیمې دي او د افغان پوځ لپاره ډیرې مهمې دي. هغه وایي دوی ډاډه دي چې افغان پوځ به دغه سیمې نه یواځې دا چې له لاسه ور نه کړي بلکې هغه ټینگې وساتي.

څه موده دمخه داسې رپوټونو خپاره شول چې گواکې افغان سرتیرو د هلمند ولایت د یو شمیر سیمو څخه وتلي دي. خو ښاغلي رالنگ دا داعاوی رد کړې چې گواکې افغان ځواکونو په پخله خوښه د خپل کنترول لاندې سیمې خوشې کړې دي.

په هلمند کې د ناټو د پریکنده ماموریت قوماندان په داسې وخت کې د افغان پوځ د پیاوړتیا خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د هلمند په سنګین او ځینو شمالي سیمو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG