د متحدو ایالتونو له خوا د ایران د سمندري بندرونو د محاصرې له پیل راهیسې د ایران د تیلو په صادراتو کې کموالی راغلی او تهران د خپلو تولید شویو تیلو د ذخیره کولو لپاره د ځای له نشتوالي سره مخامخ شوی دی.
د امریکا سمندري ځواکونه د ایران د تیلو لیږدوونکې بیړۍ بیرته ستنوي او ځینې بیړۍ خپل د څارنې سیستمونه بندوي چې له کبله یې، د نفتو لیږدوونکو بیړیو د څار د ادارو په خبره، څرګنده نه ده چې تهران چین او نورو هېوادونو ته څومره تیل صادروي.
د ایران د بندرونو محاصره د اپریل په ۱۳مه وروسته له هغه پیل شوه چې په اسلام اباد کې د واشنګټن او تهران د سولې مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل.
د نفتو لیږدوونکو کښتیو د څار ادارې، ورټکسا د معلوماتو له مخې، د اپریل له نیمايي راهیسې یوازې د ګوتو په شمیر د ایران د تیلو لیږدوونکې بیړۍ د عمان له خلیج څخه تیرې شوي چې د مارچ د میاشتې په پرتله ۸۰ فیصده کموالی ښيي.
امریکا وايي د ایراني بندرونو د محاصرې له امله تهران اوس د نفتو له صادراتو څخه هغه عاید نشي ترلاسه کولی چې سخته اړتیا ورته لري.
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د چهارشنبې په ورځ وویل، ۴۱ بیړۍ چې شاوخوا ۶۹ میلیون بیرل ایراني نفت یې لیږدول، درول شوي دي.
دغه حالت د ایران اقتصاد چې د نفتو پر صادراتو ولاړ ګڼل کیږي، زیانمن کړی دی. د چهارشنبې په ورځ د ډالر په وړاندې د ایراني ریال ارزښت په بې ساري ډول ترټولو ټیټې کچې ته ورسېد.
د کپلر څېړونکې ادارې د معلوماتو په اساس، ایران د ۸۶ میلیون بیرل نفتو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې دا ظرفیت په خلاصېدو دی او له کبله یې ایران ښايي تر راتلونکې میاشتې مجبور شي خپل د تیلو تولید د داخلي اړتیا د پوره کولو ترکچې محدود کړي.
د کپلر شمېرې ښيي چې تېره میاشت د عمان له خلیج څخه د ایران او منځني ختیځ د تېرېدونکو تیلو اندازه د ورځې شاوخوا یو میلیون بیرل وه. د هرمز د تنګي له تړل کېدو وړاندې دا اندازه د ورځې ۲۰ میلیون بیرل ښودل شوې وه.
سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خپلو نفتو د صادرولو لپاره د هرمز تنګي د بدیل په توګه نللیکې لري او خپل صادرات یې تر یوې اندازې بیرته پیل کړي دي. خو قطر، کویټ او بحرین بدیلې لارې نلري، او عراق هم د ترکیې او سوریې له لارې لږ اندازه تیل لیږدوي.
د جمعې په ورځ (د می لومړۍ نیټه)، د برینټ خامو تیلو د یو بیرل بیه شاوخوا ۱۱۱ ډالر وه، چې دا د هرمز تنګي له تړل کېدو دمخه حالت څخه ۶۰ فیصده لوړه ده.
فورم \ دبحث خونه