د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ټکر شوې جنګي بیړۍ اووه ماڼوگان تري تم دي


امریکايي پوځیان د جون په ١٧ خپل یو ټپي شوی ملگری د یوکوسوکا ښار امریکايي پوځي روغتون ته انتقال کوي

د یو-اس-اس فټزجیرالډ په نامه امریکایي بیړۍ د جون په ١٧په داسې حال کې د جاپان د یوکوسوکا ښار ته ستنه شوه، چې د بېړۍ د اوه تنو عملې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د اونۍ په سر کې د امریکا سمندري پوځ وویل چې په دغه ټکر کې د قوماندان برایس بنسن تر څنګ د عملي دوه غړي ټپیان شوي چې د طبي درملنې لپاره له دې بیړې نه په یوکوسوکا کې د امریکا د سمندري پوځ روغتون ته انتقال شوي دی.

په داسې حال کې چې د بېړۍ د ټکر اصلي علت لا هم نه دی څرگند، د امریکا سمندري پوځ وویل چې د بېړۍ د قوماندان روغتايي حالت اوس ښه دی.

د اې-سي-اکس کرسټل په نامه د فلپین تجارتي بیړۍ نن له غرمې نه وروسته ټوکیو ته ورسیدله چې یو څه زیان ورته رسیدلی دی، خو د رپورټونو له مخې، په دغه بیړۍ کې هیڅوک ټپي شوی نه دی.

د جیجي خبري اژانس د رپورټ پر اساس، ددې تجارتي بیړۍ کفتان وویل چې دغه ټکر وروسته له هغه رامنځته شو چې د هغه بیړۍ په هغه لور روانه وه چې د امریکا جنګي بیړۍ هم په لاره وه.

د امریکا د سمندري پوځ د اوم لمبر ځواک وویل چې دغه ټکر د جون په ١٧ په ځايي وخت د سهار د دوو او دیرشو دقیقو په شاوخوا کې د جاپان د یوکوسوکا ښار جنوب لویدیځ ته د سلو مترو په واټن کې رامنځته شو. دغه ځواک د لویدیځ آرام اوقیانوس او د هند په سمندر کې فعالیت لري..

له هیلي کوپټر نه اخیستل شوي نني ویډیويي تصویرونه ښيي چې ددې جنګي بیړې ښي اړخ ته خورا زیات زیان رسیدلی دی.

د سمندري پوځ چارواکو وویل چې د دغې بیړۍ ځینې برخې سورۍ شوې وې چې له امله یې د اوبو له یو سیلاب سره مخامخه شوې وه.

د فلپین تجارتي بیړۍ ۲۲۲ متره اوږده ده، په داسې حال کې چې د امریکا جنگي بېړۍ ۱۵۴ متره اوږدوالي لري.

د بیړیو دا ډول ټکرونه کله نا کله رامنځته کیږي، خو سمدستي نه ده څرګنده شوې چې ددغو دوو بیړیو د ټکر اصلي لامل څه و.

XS
SM
MD
LG