د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د ۷۷۵ ملیون ډالرو په ارزښت نوې نظامي مرستې ورکوي


د متحده ایالاتو د دفاع وزارت جمعه اګست ۱۹ (زمري۲۸) د اوکراین سره د ۷۷۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ او وې ویل چې پدې مرستو به نه یوازې اوکراین وکړی شي په جګړې کې برلاسي تر لاسه کاندي بلکې هغه سیمې به هم بیرته ونیسي چې روسي ځواکونو قبضه کړي.


د پنټاګان یو جګپوړي چارواکي د دې مرستو د اعلان پر وخت خبریالانو ته وویل چې په اوکراین د روسیې یرغل چې د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې پیل شوی، اوس مهال په ټپه ولاړ حالت ته راوړل شوی.

په نویو نظامي مرستو کې ډول ډول توغندي چې خپل هدف په دقت په نښه کوي، د زغره لرونکو موټرو ضد وسلې، کشفي ډرون الوتکې، توپونه او د ماینونو پاکولو تجهیزات شامل دي چې اوکراین سره د تعرضي عملیاتو په پراخولو کې مرسته کولی شي.
دې امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل،" تاسو د جګړې په ډګر کې د روسي ځواکونو په بشپړه توګه د پرمختګ کمښت وینئ."

دا په اوکراین د روسیې د یرغل راپدیخوا ۱۹م ځل دی چې متحده ایالات کیف ته نظامي مرستې ورکوي.

د جون د میاشتې راپدیخوا چې متحده ایالاتو د اوکراین ځواکونو ته پرمختللې توپونه او توغندي ورکړي، د دې هیواد سرتیري پدې توانیدلي چې آن د دښمن د کرښو څخه لیرې هغوي په نښه کاندي او د روسیې د ځواکونو د وسلو ګڼ شمیر ډیپوګانې او د سوق او ادارې مرکزونه یې له منځه وړي دي.


د اوکراین ځواکونو تازه وکړی شو چې د کرایمیا په قبضه شوې سیمه کې دننه د روسي ځواکونو یوه نظامي هوایي اډه وولي او په همدې روانې اوونۍ کې یې هم روسیې د بیلوګراد په ولایت کې د وسلو یوه ډیپو وچوله.

نظامي کارپوهان پدې باور دي چې دا ډول پیښې ثابتوي چې د اوکراین پوځ دا توان لري چې د روسیې د دفاعي کرښو څخه ور پورې هم دې هیواد ته زیان ورسوي او دا چې اوکراین پداسې حال کې د تعرضي عملیاتو توان لري چې څه باندې شپږ میاشتې کیږي یرغل پرې شوی او په پرله پسې توګه د برید لاندې دی.

XS
SM
MD
LG