په اوکراین کې د روسیې د تیري کوونکي جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحدو ایالتونو نوې هڅې پیل شوي. د امریکا د پوځ د ملکي چارو منشي ډان ډریسکول په ابوظبي کې د روسیې د چارواکو سره د سولې موافقې ته د رسیدو په هڅو بحث کوي.
د ډریسکول ویاند، د امریکا د پوځ ډګرمن جیف ټولبرټ وویل، "د دوشنبې ورځې په پای او د سې شنبې په ورځ، ډریسکول او د هغه ټیم د روسیې له پلاوي سره په اوکراین کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره په خبرو اترو بوخت وو."
خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
کریملین په ځانګړي ډول د ابوظبي په خبرو اترو تبصره نه ده کړې خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ د نوامبر ۲۵مه خبریالانو ته وویل: "موږ د خپلو امریکایی همکارانو سره د اړیکو چینلونه لرو او له دغو چینلونو څخه کار اخیستل کیږي." هغه زیاته کړه " او موږ تمه لرو چې دوی به د اروپایانو او اوکراینیانو سره د دې متن د همغږۍ مرحلې بشپړولو لپاره یوه نسخه وړاندې کړي چې دوی یې لنډمهاله ګڼي."
دا غونډه د یکشنبې په ورځ په ژینو کې د امریکا او اوکراین د چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته وشوه، چې په ترڅ کې یې دوی د جګړې د پای ته رسولو لپاره د "تازه او اصلاح شوي" چوکاټ مسوده جوړه کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ټرمپ د ادارې لخوا وړاندې شوي د سولې پلان په اړه په خبرو اترو کې د امریکايي پلاوي مشري وکړه.
د لومړني پلان افشا شوي جزئیات د لویدیځو رسنیو لخوا خپاره شوي، خو نه امریکا او نه هم اوکراین د دي پلان محتوا خپره کړي ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د سه شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوسټ کې ولیکل: "متحدو ایالتونو تېره اونۍ د خبرو میز ته د اوکراین او روسیه په راوستلو د سولې د موافقې په لور ډیر لوی پرمختګ کړی دی. یو څو نازک، خو پیچیلي جزئیات شته چې باید حل شي او د اوکراین، روسیې او متحدو ایالتونو ترمنځ به نورو خبرو اترو ته اړتیا وي."
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ ناوخته د ژینو د خبرو اترو په اړه وویل: اوس، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اړینو ګامونو لست عملي کیدی شي."
د زیلینسکي لوړ پوړي سلاکار، رستم عمروف، د ایکس پر ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي، "زموږ پلاوي په ژنیو کې د بحث شوي تړون د مهمو شرایطو په اړه ګډ تفاهم ته ورسیدل."
هغه زیاته کړه: "موږ د نومبر په میاشت کې د اوکراین د ولسمشر د سفر تنظیمولو ته سترګې په لار یو ترڅو وروستي ګامونه بشپړ کړو او له ولسمشر ټرمپ سره یوې موافقې ته ورسیږو."
دا وروستۍ ډيپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین پر ښارونو د روسیې بریدونه دوام لري. اوکرایني چارواکو وویل چې د سې شنبې په ورځ په کیف کې د روسیې بریدونو لږترلږه شپږ کسان ووژل.
ولسمشر زیلینسکي په ایکس کې وویل چې د روسیې برید "په ټول ښار کې د استوګنې ودانیو او ملکي زیربناوو ته پراخ زیان رسولی دی."
فورم \ دبحث خونه