د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د چین او اروپا پرځای دي په آمریکا کې وظیفې وي


اوباما: د چین او اروپا پرځای دي په آمریکا کې وظیفې وي
اوباما: د چین او اروپا پرځای دي په آمریکا کې وظیفې وي

چین د جمهور ریْس بارک اوباما هغه وینا تر زیاته حده د پامه وغورځوله چې په کښی جمهور ریْس وویل چې دې ته ضرورت دی چې د تولید د برخې دندې بیرته آمریکا ته راوړل شي. چین د غبرګون پرځای هیله څرګنده کړ چې د جمهورر یْس د وظیفو پلان به د آمریکا سره مرسته وکړي چې د خپلو اقتصادي ستونزو نه راووځي.

پرون د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما په ډاګه د تولیداتو په برخه کې د وظیفو د سیالۍ یادونه وکړه او وېویل چې واشنګټن ته په کار ده چې نورې هلې ځلې وکړي ترڅو کمپنۍ د نورو پرځای آمریکايي کارګران په کار ګماري.

جمهو ریْس اوباما داسي وویل: ،،مونږ به دا تضمین کړو چې د تولید په برخه کې د راتلونکي نسل رېښې په چین او اروپا کې نه وي بلکې دلته په آمریکا کې وي.،،

کله چې د چین د باندینو چارو د وزارت د ویاند لیو ویمن نه د جمهور ریْس اوباما د څرګندونو په باب پوښتنه وشوه نو هغه مستقیم ځواب وړاندي نه کړ بلکې د کارموندنې په برخه کې یې د جمهور ریْس اوباما پر پلان باندي خبري وکړې.

ښاغلي لیو داسي وویل:،،چین هیله لري چې د آمریکا پلانونه او اقدامات به ددغه ملک سره مرسته وکړي چې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي او اقتصاد ثابته پرمختګ پیل کړي.،،

په عین حال کې نن د جمعې په ورځ په بیجینګ کې د آمریکا سفیر ګري لوکې خبریالانو ته وویل چې امریکا او چین داسي سیال ملکونه نه دي چې باید د یوه د پورته کیدو دپاره بل کښته شي بلکې دا مهمه ده چې دواړه ملکونه په ګډه د سوکالۍ پر خوا حرکت وکړي.

په پیکینګ کې د نړیوالو اړیکو د چارو پروفیسور ونګ ډانګ وايي چې د جمهور ریْس اوباما څرګندونې چې د تولیداتو په برخه کې یې وکړې په آمریکا کې داخلي خلګو ته متوجې دي چې د آمریکا د اقتصاد د بیرته ښه کیدو په هکله اندېښنې لري.

وینګ داسی وايي ،،زه فکر کوم چې زه کولای شم جمهور ریْس درک کړم چې په اوسنیو حالاتو کې دغه راز پالیسي جوړوي خو د اقتصادي پلوه، زه په دې مطمین نه یم چې د هغه دغه پلان به څه ډول شوڼی وي په دې خاطر چې د آمریکا متحده ایالات اوس د تولید په برخه کې هغه قوت چې پخوا یې د سیالۍ په ډګر کې درلود اوس یې نه لري. که چیري اوباما بیا هم غواړي چې دا کار وکړي نو باید د تولید په برخو کې ډیرې سب سیډیانې رامنځ ته کړي،،.

د یادونې وړ ده چې د آمریکا او چین ترمنځ د تجارت په برخه کې د ۲۷۰ میلیاردو ډالرو تجارتي کسر مسلې آمریکايي سیاستمنداران په اندېښنه کړي دي او اوس دوي پر دې کار کوي چې داخلي د کارموندنې چارې غېښتلي کړي.

روانه اونۍ د جمهوري غوښتونکو له خوا د ۲۰۱۲ کال د انتخاباتو دپاره تر اوسه پوري تر ټولو غښتلي کاندید میت رامني پر چین باندي تور ولګاوه چې په قصدي ډول یې د خپلې سکې بیه کښته ساتلې ده او له همدغې وجې د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت په برخه کې د آمریکا په تاوان کسره موجود دی.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG