د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي چارواکی: ایران غواړي عراق خپله صوبه کړي


ایران ته د امریکا استاځی براین هوک
ایران ته د امریکا استاځی براین هوک

د امریکا یو لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې ایران غواړي د عراق نه خپله صوبه جوړه کړي.

د ایران لپاره د امریکا استاځي براین هوک د ایران د ولسمشر حسن روحاني عراق ته په سفر سختې نیوکې کړیدي او دغه یې په عراق د نفوذ هڅه بللی ده.

براین هوک په ایران تور لگولی دی چې غواړي په عراق کې فرقه ایزو شخړو ته لمن ووهي او داسې په عراق کنټرول تر لاسه کړي.

ښاغلي هوک د الحریره ټلویژن ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې د ولسمشر روحاني سفر د عراق د ولس په گټه نه دی. هغه دا هم وویل چې ایران د عراق امنیت او ملي حاکمیت نه مني.

هوک په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې روحاني عراق ته ولاړ شي نو باید د هغه نه د دغې سفر په اړه پوښتنه وشي.

هغه وویل چې ایران به غواړي په عراق کې پدی موضوع خبري وشي چې دغه ملک به څنگه د ایران صوبه شي.

د یادونې وړ ده چې د ایران ولسمشر روحاني د دوشنبې په ورځ عراق ته سفر پیل کړیدی. د هغه د دورې هدف په عراق کې د ایران نفوذ پراخول او تجارتي تړونونه لاسلیکول دي.

XS
SM
MD
LG