د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د طاعون ناروغۍ کم‌سارې پېښه ثبت شوې


طاعون د بشر د تاریخ ترټول مرګانۍ وبا ګڼل کیږي چې په څوارلسمه پېړۍ کې یې په اروپا کې شاوخوا ۵۰ میلیونه انسانان مړه کړي وو.
طاعون د بشر د تاریخ ترټول مرګانۍ وبا ګڼل کیږي چې په څوارلسمه پېړۍ کې یې په اروپا کې شاوخوا ۵۰ میلیونه انسانان مړه کړي وو.

د امریکا په اوریګن ایالت کې ډاکټران وايي په یو ناروغ کې یې د طاعون ناروغي تشخیص کړې او ګمان کیږي چې له یوې پیشو څخه یې ورته سرایت کړی وي.

دې ساري ناروغۍ ته "تور مرګ" هم وايي چې څو پیړۍ وړاندې یې د اروپا دریمه برخه نفوس وواژه.

دا ناروغي اوس علاج لري خو بیا هم خطرناکه ګڼل کیږي.

د اوریګن په دېشویتس سیمه کې په دې ناروغۍ د اخته شوي کس هویت نه دی ښودل شوی. خو چارواکو ویلي، دغه ناروغ تر درملنې لاندې دی، او باور کیږي چې دغه ناروغي یې له خپلې کورنۍ پیشو څخه اخیستې ده.

د دېشویتس سیمې د عامې روغتیا مسئول ډاکټر ریچارډ فاسیټ ددغې پیښې د علان پر مهال وویل: "د ناروغ او د هغوی د پیشو سره په تماس کې شوي ټولو خلکو ته خبر ورکړل شوی او د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي دپاره درمل هم ورکړل شوي دي."

د طاعون دا ډول (bubonic plague) زیاتره له ورګو یا کیکو څخه انسانانو ته سرایت کوي او په ناروغ کس کې ددې ناروغۍ نښې اته ورځې وروسته معلومیږي.

په دې نښو کې تبه، د زړه بدوالی، ضعف، زکام او د عضلاتو درد شامل دی. که ژر تشخیص نه شي، کیدای شي په سیپټیسیمیک یا نیومونیک طاعون بدل شي چې له کبله یې د انسان لمفاوي غدې پړسوب کوي او د مرګ خطر ورسره تړلی دی.

د اورېګن روغتیايي چارواکو په یوه خبرپاڼه کې وویل: "له نېکه مرغه، دا قضیه د ناروغۍ په لومړیو مرحلو کې تشخیص شوې او درملنه یې شوې، چې ټولنې ته لږ خطر لري."

چارواکو ویلي په سیمه کې تراوسه د طاعون نورې پیښې ندي ثبت شوي.

د اوریګون د روغتیا ادارې وویل چې طاعون په سیمه کې نادر دی، او له دې وړاندې یوه قضیه په ۲۰۱۵ کال کې ثبت شوې وه.

طاعون د بشر د تاریخ ترټول مرګانۍ وبا ګڼل کیږي چې په څوارلسمه پېړۍ کې یې په اروپا کې شاوخوا ۵۰ میلیونه انسانان مړه کړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG