د لاس رسي وړ اتصالات

د انتقال بهیر؛ ابوظبۍ کې تر مظاهرې وروسته امریکايي چارواکو افغانانو سره لیدلي 


په ابوظبۍ کې څو ورځې مخکې افغانانو مظاهره وکړه
په ابوظبۍ کې څو ورځې مخکې افغانانو مظاهره وکړه

په متحدو عربی اماراتو کې د امریکا سفارت وایي چې په ابوظبي کې د مېشتو افغانانو له مظاهرې وروسته یې د هغوی د انتقال او ممکنه مېشت کېدو په اړه خبرې کړې دي.

سلګونو افغانانو څو ورځې مخکې په ابوظبي کې د «اماراتو په بشردوستانه ښار» کې مظاهره وکړه او د امریکا له حکومت څخه یې وغوښتل چې هغوی دې ژر تر ژره له دغه ځای څخه امریکا ته انتقال کړي.

دا افغانان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته، د تخلیې په پروګرام کې اېستل شوي‌ او هلته مېشت کړل شوي چې ویل کیږي‌ امریکا ته به انتقالېږي.

په متحدو عربو اماراتو کې د امریکا سفارت وایي‌ چې هغوی د دغو افغانانو «د سولیزې مظاهرې» په اړه خبر شوي چې «د خپلې راتلونکې مېشتېدا او راتلونکي سفر د پروسې په اړه یې اندېښنې» څرګندې کړې دي. امریکایي چارواکو د دغو افغانانو له ځینو استازو سره هم لیدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د امریکا سفارت په اعلامیې کې ویل شوي چې «د ملي امنیت د ساتلو او اسیپ پذیره افغانانو د خوندیتوب لپاره، متحدو ایالتونو تر رسېدو مخکې د اسیپ پذیره افغانانو د [امنیتي] ارزونې او چاڼ کولو بهیر» روان ساتي.

په اعلامیې کې نور جزیات ورکړل شوي‌ نه دي‌ چې دا افغانان به کله او څنګه له دغه ځای څخه بل ځای او یا امریکا ته انتقالیږې.

په ابوظبي کې یو شمېر مېشت افغانان، چې د امریکا او ناټو پخواني همکاران، خبریالان، د ښځو او بشري حقونو فعالان، د حکومت کارکوونکي‌ او یو شمېر نور په کې شامل دي، شکایت لري چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې له افغانستان څخه تر اېستل کېدو وروسته، اوس یې دلته ځینو ته رواني تکلیفونه پیدا شوي‌ دي.

مظاهره کوونکو «زه په رواني لحاظه کړیږم، شپږ میاشتې په زندان، موږ د متحدو عرب اماراتو له حکومت څخه راضي یو، خو دایمي استوګنه غواړو» شعارونه هم له ځانونو سره لېږدول.

د دوی د اوسېدو، د خوراک، څښاک او نور لګښتونه ورکول کیږي خو د دوی لویه غوښتنه دا ده چې په ابوظبي کې بې سرنوشته پراته دي او باید یې برخلیک معلوم شي.

د تخلیې په ماموریت کې څه باندې ۱۰۰زره کسان له افغانستان څخه واېستل شول چې اکثریت یې امریکا ته انتقال شوي ‌او دلته یې خپل نوی ژوندی پیل کړی دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د افغانستان د جمهوري نظام سقوط او طالبان کابل ته ننوتل. د مخکني حکومت یو شمېر کارکوونکي، د امریکا او ناټو ژباړونکي، همکاران، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او نور وايي چې د طالبانو په نظام کې یې ژوند او حقونه خوندي نه دي.

سره له دې چې طالبان وايي «عمومي بخښنه» یې اعلان کړې ده، خو دوی وايي چې د طالبانو په ژمنو باور نشي کېدای. د بشري حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسه د مخکني حکومت لسګونه عسکر او کارکوونکي وژلي، نیولي، شکنجه کړي‌او ترمي تم کړي دي.

XS
SM
MD
LG