د لاس رسي وړ اتصالات

په تیرو شاوخوا دوه کالونو کې د داعش۵۰ زره وسله وال وژل شوي


د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه په عراق او سوریه کې په داعش هوایي بمبارۍ کوي.
د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه په عراق او سوریه کې په داعش هوایي بمبارۍ کوي.

د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکي وایي د ۲۰۱۴ کال د اګست د میاشتې راهیسې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف هوایي بمبارۍ پیل کړیدي، تر اوسه د دې ډلې تقریباً پنځوس زره غړي وژل شویدي.

امریکایي چارواکي وایي د داعش دغه جګړه ماران یوازې په عراق او سوریه کې وژل شوي او په افغانستان، لیبیا او نورو هیوادونو کې د دې ډلې وژل شوي جګړه ماران پکې ندي شامل.

دغه امریکايي چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته ویلي دي چې د دې نه معلومیږي چې د دې افراطي ډلې په خلاف د امریکا مبارزه څومره ګټوره ده.

امریکا د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف د جګړې لپار ډیر لږ شمیر عسکر سیمې ته استولي دي چې د محلي ځواکونو سره په عملیاتو کې مرسته وکړي.

او د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه بیا د دې ډلې په خلاف په عراق او سوریه کې هوایي بمبارۍ کوي. د ائتلافي ځواکونو یو ویاند ډګروال جان دوریان وایي چې د عراق د موصل په ښار کې د اسلامي دولت دومره زیات وسله وال هره ورځ وژل کیږي چې "حساب یې نشي نیول کیدلی."

ډګروال دوریان زیاته کړه چې د موصل په ښار کې داعش له هرې خوا نه محاصره شویدی او د دې توان نلري چې د نورو سیمو نه یې وسله وال د مرستې لپاره ورشي. "
د ائتلافي ځواکونو دغه ویاند همدرانګه وویل چې " داعش اوس د تنکي ځوانانو نه د جګړې لپاره کار اخلي ځکه چې نور وسله وال یې ندي پاتې. "

XS
SM
MD
LG