د لاس رسي وړ اتصالات

حماس دوې نورې برمته شوې میرمنې خوشې کړې


د حماس ډلې ویلي چې دا میرمنې د بشري دلایلو له کبله خوشې کړي.
د حماس ډلې ویلي چې دا میرمنې د بشري دلایلو له کبله خوشې کړي.

د حماس ډلې دوشنبه اکټوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) دوه د پاخه عمر اسرائیلۍ میرمنې پداسې حال کې خوشې کړې چې د اسرائیل ځواکونو په غزې هوایي بمبارۍ ډیرې کړې او امریکا اندیښنه څرګنده کړې چې دا جګړه ښایي د منځني ختیځ نورو برخو ته خپره شي.

د حماس ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا میرمنې یې د بشري خواخوږۍ او دلایلو له کبله خوشې کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې یوه خوشې شوې میرمن ۸۵ کلنه او بله یې ۷۹ کلنه ده او د دوشنبې په ماښام د غزې څخه وایستل شوې. تر دې وړاندې د حماس وسله والې ډلې دوه نورې میرمنې هم چې مور او لور وې او دواړه یې د متحده ایالاتو اتباعې وې، د تیرې جمعې په ورځ خوشې کړلې.

دا دوې میرمنې داسې مهال خوشې شوي چې اسرائیل له یوې خوا په غزې هوایي بمبارۍ ندي بندې کړې او له بلې خوا تیاری نیسي چې د ځمکې د لارې هم په غزې یرغل وکړي.

امریکایي چارواکي وایي واشنګټن اسرائیل ته مشوره ورکړې چې په غزې د ځمکې د لارې پلان شوی یرغل وځنډوي تر څو پاتې نور کسان هم چې د حماس سره یرغمل دي، د خوشې کیدو په هکله یې خبرې اترې وشي.

د حماس ډلې د اکټوبر ۷ مې نیټې چې په اسرائیل یې ناڅاپه برید وکړ، شاوخوا ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او د ۲۰۰ څخه ډیر یې د ځان سره د یرغملو په توګه غزې ته وړي چې د متحده ایالاتو په ګډون پکې د ګڼ شمیر بهرنیو هیوادونو اتباع شامل دي.

په غزې د اسرائیل د ځمکې د لارې یرغل کول ښایي د دې برمته شویو کسانو د خوشې کیدو په هکله خبرې اترې لا پیچلې کړي.

داسې ګمان دی چې یو شمیر دا برمته شوي کسان په هغو تونلونو کې ساتل کیږي چې د حماس ډلې د مدیترانیې بحیرې په غاړې یې جوړ کړیدي.

د برمته شویو کسانو د خوشې کیدو په هکله دا اندیښنې داسې مهال څرګندیږي چې د متحده ایالاتو چارواکي ډیر اندیښمن دي چې ښایي د حماس – اسرائیل تر منځ دا روانه شخړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته پراخه شي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په اسرائیل د حماس برید راپدیخوا په عراق او سوریې کې په امریکایي ځواکونو د هغو ملیشو لخوا د توغندیو بریدونه ډیر شوي چې ایران یې تر شا ولاړ دي.

ښاغلي کربي وویل چې متحده ایالات ډیره اندیښنه لري چې ښایي دا ډول بریدونه په راتلونکو څو ورځو کې لا ډیرې شي.

د ښاغلي کربي د څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم په سیمه کې د تشدد ډیریدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د یکشنبې په ورځ د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په منځني ختيځ کې د کړکیچ د هر ډول زیاتېدو په ضد خبرداری ورکړ.

د دفاع وزیر استن وویل چې متحدو ایالتونو "په سیمه کې زموږ په سرتېرو باندې د بریدونو د پام وړ زیاتوالي احتمال لیدلی" او په خبره یې ځواکونه یې د "ځواب ویلو" لپاره چمتو دي.

نوموړي له امریکایي شبکی ABC News سره په خبرو کې وویل: "که هره ډله او یا هر هېواد د دغه تاوتریخوالي زیاتول غواړي او له دغه بدمرغه وضعیت څخه، چې موږ یې ګوور، ګټه اخلي، زموږ مشوره ورته دا ده چې: مه یې کوئ".

د دې ټولو سره سره، اسرائیلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په غزې تازه هوایي بمبارۍ کړي. سره لدې چې اسرائیل ویلي په بریدونو کې د حماس مرکزونه په نښه شوي خو د حماس ډلې ویلي چې په بریدونو کې ۱۸ عام خلک وژل شویدي.

د جګړې پراخیدو اندیښنه:

د اسرائیل – حماس تر منځ د دې جګړې پراخیدو په هکله متحده ایالاتو داسې مهال اندیښنه څرګنده کړې چې اسرائیلي ځواکونو په لبنان کې د حزب الله ملیشو په څو مرکزونو هوایي بمبارۍ کړي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په لبنان کې یې د حزب الله هغه شبکه ویشتلې چې په اسرائیل یې د توغندیو وارولو لپاره چمتوالی نیوه.

په همدې حال کې په عراق کې ملیشو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د دوشنبې په ورځ یې ویلي چې د سوریې په شمال ختیځ کې یې یوه اډه ویشتلې چې امریکایي ځواکونو ترې کار اخیسته.

په عراق کې د اسلامي مقاومت په نامه دې ملیشو ویلي چې په بریدونو کې یې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی خو د مرګ ژوبلې او نظامي اډې ته د زیان په هکله یې څه ندي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG