د لاس رسي وړ اتصالات

الیس ویلز: د واک پر سر جنجال باید پای ته ورسیږي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره میاشت د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان کړې او محمد اشرف غني یې د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره میاشت د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان کړې او محمد اشرف غني یې د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر د راپورته شوي جنجال د پای ته رسیدلو غوښتنه کړې او ویلي دي، چې موازي حکومتونه کار نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیالې میرمن الیس ویلز په یو تازه ټويټ کې په افغانستان کې د واک پر سر د جنجال د ژر پای ته رسیدلو غوښتنه کړې ده.

میرمن ویلز ویلي: "افغان مشران باید د ملت یووالی د خپل لومړیتوب په توګه وساتي. موازي حکومت یې ځواب نه دی او د افغانانو لپاره به ضرر ورسوي. د واک پر سر په ټپه دریدلی وضعیت باید پای ته ورسیږي".

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیالې د دې نوي ټویټ وړاندې هم د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې د هغه سیال عبدالله عبدالله، چې هغه هم خپل ځان د جمهور رئیس په توګه اعلان کړی د جوړجاړې غوښتنه کړې وه.

میرمن الیس ویلز د دغه ټویټ وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهار شنبې په ورځ د قطر د پایتخت دوحې څخه کابل ته د ستنیدلو وروسته د ښاغلي عبدالله سره لیدلي دي.

د ښاغلي عبدالله دفتر ویلي، چې سفیر خلیلزاد او ښاغلي عبدالله ترمنځ د تیرو ټاکنو او سولې په اړوند مسلو خبرې شوي دي.

سفیر خلیلزاد هم د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو وروسته د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله له خوا په جلا جلا ډول د لوړې پورته کولو ته اشاره کړې او رامنځ ته شوی وضعیت یې یو " سیاسي بحران" بللی او دغې لانجې د حل غوښتنه یې کړې ده.

سفیر خلیلزاد د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي " اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکیچ هوار کړي‌ چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی".

ښاغلي خلیلزاد د کرونا د ویروس ناروغي او سیاسي بحران د افغانستان لپاره یو ګواښ په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې د افغانانو ترمنځ د سیاسي اختلاف شاته پریښودلو وخت رارسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG