د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پر سوریې د برید امر وکړ؛ د کیمیایي وسلو مرکزونه وویشتل شول


ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په خپل ټویټر کې پر سوریې د برید خبرداری ورکړی و
ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په خپل ټویټر کې پر سوریې د برید خبرداری ورکړی و

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ پر سوریې د هوايي بریدونو امر وکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل چې دا بریدونه په سوریې کې په ولسي خلکو باندې د بشار الاسد د رژیم د کیمیاوي بریدونو ځواب دی.

امریکا وايي هدف یې دا دی چې د سوریې د دولت د کیماوي وسلو تولید او استعمال ختم شي.

ښاغلي ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې په دغو بریدونو کې ورسره برتانیا او فرانسه هم برخه لري. د دمشق نه راپورونه وايي چې د ځينو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي، خو لا د تلفاتو په اړه معلومات خبرونه نه دي ورکړل شوي.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په خپل ټویټر کې پر سوریې د برید خبرداری ورکړی و.

تر دې مخکې روسیې ویلي وو چې پر سوریې به د امریکا توغېدونکي میزایل شنډوي او خبرداری یې ورکړی و چې امریکا باید دا کار ونکړي. خو ولسمشر ټرمپ روسیې او ایران ته وویل چې باید د داسې رژیم سره ملګرتیا ونکړي چې ماشومان او ولسي خلک وژني.

ولسمشر ټرمپ به خپل ټویټر کې د برید په اړه د خپلو خبرو ویډیو هم خپره کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر: حملې درندې او په نښه شوي ځایونه ولگیدل

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، په پنتاگون کې د جمعې په شپه په یو خبري کنفرانس کې د سوریې په دولتي تاسیساتو باندې د امریکا د تیر کال حملې ته په اشارې وویل چې "د اسد رژیم په څرگنده د تیر کال پیغام ترلاسه نکړ، نو ځکه دا ځل مو سخت برید وکړ."

ښاغلي متیس په ډاډ وویل چې د سوریې حکومت د تیرې اونۍ د کیمیایي وسلو برید کړی دی. د هغه په حمله کې د سوریې رژیم لږ تر لږه د یو ډول کیمیاوي موادو نه استفاده کړې وه.

د امریکا د دفاع وزیر وویل چې ددې بریدونو دمخه روسیې ته خبر نه و ورکړل شوی.

هغه دغه بریدونه درانده او په نښه شوي وگڼل او زیاته یې کړه چې دغه بریدونه د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي لپاره دي او د داعش پر ضد بریدونه ددې مسلې نه جلا دي.

جیم متیس وویل چې د سوریې په دولتي اهدافو باندې ددې برید وروسته تمه ده چې سوریه، روسیه او یا ایران یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړي او "د غلطو اطلاعاتو خپرول" لړۍ شروع کړي.

له بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف دانفورډ، پدې کنفرانس کې وویل چې د امریکا، فرانسې او بریتانیا په دې بریدونو کې په سوریه کې درې هدفونه په نښه شول: دمشق ته نژدې یو تحقیقاتي مرکز، د حمص په لویدیځ کې د کیمیاوي وسلو یوه ذخیره، د قوماندې یو مرکز او دمشق ته نژدې د کیمیاوي وسلو یوه بله ذخیره.

د جنرال دانفورډ په وینا هغه هدفونه چې پدې برید کې له منځه ولاړل په خاص ډول د سوریې د دولت د کیمیاوي وسلو پر قابلیتونو پورې مربوط وو.

امریکایي مقاماتو ویلي چې اهداف داسې په نښه شوي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي او هم د سوریې د دولت کیمیاوي وسلو قابلیتونه راکم کړای شي.

فرانسه او بریتانیا

د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون، په پخله وینا کې ویلي چې فرانسه او متحدین یې د سوریې د رژیم ته په سزا ورکولو کې شریک دي.

د بریتانیا صدراعظمې تریسا می، هم د لندن په وخت د شنبې په سهار په یوه وینا کې وویل چې بریتاننوي قواو ته یې په سوریه د کیمیاوي وسلو په مرکزونو باندې د دقیقو بریدونو امر کړی دی.

هغې زیاته کړه چې دغه غبرگون "په یوه کورنۍ جگړه کې دخالت ندی، او د رژیم بدلول هم ندي". هغې دا هم ویلي چې "دغه پوځي غبرگون یوه محدوده او هدفمنده برید دی چې په سیمه کې کړکیچ نه زیاتوي او ټول ممکن کارونه کوي چې د ملکي وگړو د وژل کیدو مخنیوی وشي".

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي چې ددې هیواد پوځي الوتکو په حمص کې د سوریې په دولتي اهدافو باندې په برید کې گډون درلود چې گمان کیږي د سوریې د دولت د کیمیاوي وسلو تاسیسات هلته دي.

غبرگونونه

د کاناډا صدراعظم په خپله وینا کې د سوریې د کیمیاوي وسلو د قابلیتونو په وړاندې د امریکا، فرانسې او بریتانیا د گډ پوځي اقدام ملاتړ وکړ.

د سی ان ان خبري شبکې په امریکا کې د روسیې د سفیر له قوله ویلي چې هغه ددې برید د "عواقبو" په هکله خبرداری ورکړی. په امریکا کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې چې له برید وروسته خپره شوې ویلي واشنگتن، لندن او پاریس د سوریې د برید د عواقبو مسؤل دي.

XS
SM
MD
LG