داسې ښکاري چې امریکا او پاکستان په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره داکمالاتو د لارو د بیرته پرانیستلو پر سر موافقې سره نږدې شویدي. په اسلام آباد کې د امریکا سفیر وایي چې د موافقې تخنیکي برخه جوړه شویده.
شپږ میاشتې کېږي چې پاکستان د ناټو دځواکونو لپاره اکمالاتي لارې بندې کړیدي نو په همدې خاطر په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه دیته مجبوره دي چې یا د هوا له لارې او یا هم د مرکزي آسیا د هیوادونو لا لارې خپل اکمالات وکړي چې د هغوي لپاره ګرانه هم تمامیږي.
په اسلام آباد کې د امریکا سفیر کیمرون منټر پرون د چارشبنې په ورځ هغه رپوټونه بې ارزښته وګڼل چې ګنې امریکایي مرکچیان د پاکستان سره د خبرو نه وتلي دي. منټر وایي چې امریکا پاکستان ته انتظار ایسته چې خپله پریکړه وکړي.
" د امریکا د تخنیکی چارو ډله پدې خاطر هیواد ته ستنه شوه چې کارونه یې تقریباً پای ته رسیدلي ؤ او مونږ اوس د پاکستان سیاسي پریکړې ته انتظار باسو. مونږ هیله لرو چې د اکمالاتو لارې به ډیر ژر پرانیستل شي تر څو وکړی شو خپل ګډ هدفونه تر لاسه کړو. "
د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو لپاره د پاکستان یو شرط دا ؤ چې امریکا باید چې د هغه هوایي برید په خاطر بښنه وغواړي چې د تیر کال د نومبر په میاشت کې پکې 24 پاکستاني عسکر سهواً وژل شوي ؤ. او بله دا چې امریکا باید چې په پاکستان کې دننه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم بند کړي. د پاکستان د همدغو دوه شرطونو د اکمالاتي لارو د بیرته پرانستلو په مسلې کې غټ خنډونه دي.
بل پلو د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا پدې تازه وختونو کې په پاکستان باندې په سختو ټکو انتقاد وکړ چې د خپلې خاروې په شمال لویدیځه برخه کې د جګړه مارو ډلو د پټیدو د خوندي مرکزونو په خلاف جدي اقدامات نکوي.
په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره میرمن حنا رباني کهر پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې د کراچۍ د بندر د پرانیستلو لپاره د پاکستان د حکومت شرطونه پټه خبره نده.
" امریکا پدې ښه پوهیږي چې هغه کوم ضرورتونه او شرایط دي چې هغوي یې باید پوره کړي تر څو مونږ پدې وتوانیږي چې خپله پریکړه وکړو. "
د پاکستان او امریکا لخوا پر یو بل باندې انتقادونه او د لارو د بیرته پرانستلو پر سر د جنجال له وجې د ددواړو هیوادونو اړیکې هم ستونزمنې کړیدي.
خو زیات شمیر کارپوهان پدې باور دي چې ګاونډي هیواد افغانستان ته د واک د انتقال په پروسه کې او هم د هغه هیواد نه د بهرنیو عسکرو د وتلو په جریان کې پاکستان مهم نقش لري.