د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د مرستو په رسونکو باندې د حملو اندیښنې


امریکایي چارواکي وایی چی په دې باب باوري اطلاعات شته چی پاکستاني یاغیان به په هغو کارکونکو باندي چی په پاکستان کی سیلاب ځپلو ته مرستي رسوي شاید حملې وکړی.

دغو سیلاب ځپلو ته د امریکا مرستي چی وعده یې ورکړه شوې اوس ٢٠٠ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي.

د امریکا چارواکي وایی چی دوی د پاکستاني طالبانو د یوه نطاق له خوا هغه ګواښونه چی د سیلاب ځپلو سره د مرستو خارجي کارکونکو ته یې کړي، جدي بولي او د پاکستاني مقاماتو سره د امنیت په ټینګولو کی په ګډه کار کوي.

د طالبانو یوه نطاق پرون د پنجشنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چی امریکایي او نوري لویدیځي ډلي چی سیلاب ځپلو ته مرستي رسوي، ددوی پټ هدف دی او دا چي په پاکستان کي د ډلو ډلو خارجیانو موجودیت دوی قبلولای نه شی.

د ملګرو ملتو یوه نطاق چی د مرستو د موادو د رسولو د چارو د پیوستون وظیفه ترسره کوي، وویل چی د ژغورني د چارو کارکونکي باید دداسی ګواښونواو د امنیت د نه موجودیت د آوازو نه ونه ویریږي او خپلو مرستو رسولو ته دوام ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( پي جې کراولي ) په یوه خبري کنفرانس کي د استخباراتي ملاحظاتو په وجه زیات توضیحات ورنه کړل. مګر دومره یې وویل چی امریکا باوري اطلاعات لری چی د مرستو رسولو په کارکونکو باندی به حملې وشی او تر خپله وس پوری به د پاکستانی چارواکو سره کار وکړی چی دا تضمین کړي چی د مرستي هلي ځلی او کوششونه به یې دوام وکړي.

کراولي وویل چی په افغانستان کي چی په دې وروستیو وختو کي د مرستو رسولو په کارکونکو باندي چی طالبانو کومی مرګانۍ حملې کړي دی، د هغو نه معلومیږي چی دا ګواښونه یې جدي دي.

" موږ به وګورو چی دا حملې څومره سختي دي. ښکاره ده چی امنیت زموږ د زیاتي اندیښنې او تشویش وړ مساله ده. موږ ګورو چی په ګاونډي هیواد افغانستان کي څه پیښېږي، ځکه نو موږ ددې ګواښونو په باب اندیښمن یو. هغه د ریشتیا ګواښونه دي او موږ د پاکستان د حکومت سره کار کوو. په پاکستان کي د دغو تندروانو ددې ګواښونو نه معلومیږی چي هغوی د خلکو پروا نه لري."

کراولي دا تایید کړه چی د اوباما حکومت دا پریکړه کړې چی د پاکستان د پاره د اوږدې مودې د ملکي مرستونه چی د امریکا کانګرس تیر کال منظور کړي دي، پنځوس ملیون ډالره یې سیلاب ځپلو ته اختصاص شی.

د ٧،٥ ملیارډ ډالرو مرستو چی د پنځو کالو د پاره د کانګرس د مهمو غړو کیري ـ لوګر ـ برمان له خوا یې پېشنهاد شوی او منظور شوي دي، هدف په پاکستان کي د زیربناو بیا آبادول او دا ښودل دي چی د پاکستان سره د امریکا تعهد تر امنیتي چارو اوښتی دی.

ددغي فیصلې په اساس د پاکستان د سیلاب ځپلو سره د هغو مرستو اندازه چی مخکي ورکړه شوي یا یې د ورکولو وعدې شوي دي، ٢٠٠ ملیون ډالرو ته رسیږي.

کراولي وویل چی تر اوسه پوري سیلاب ځپلو ته تقریبا یو ملیون کیلوګرامه د امریکا د ژغورني مواد استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG