د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کېري ته: د ښو او بدو طالبانو توپیر نه کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پاکستاني مشرانو سره د خبرو پر وخت.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پاکستاني مشرانو سره د خبرو پر وخت.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو دیپلومات ویلي دي چې پاکستاني مقاماتو د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سره په خبرو کې داسې تمایل ښودلی چې د ټولو طالبانو پر ضد یو ډول مبارزه کوي او د "ښو طالبانو او بدو طالبانو" توپیر به ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي خبریالانو ته د نوم په نه څرګندولو سره ویلي دي چې پاکستاني مقاماتو همدا شان ویلي دي چې په پاکستان کې د حقاني شبکې د عناصرو پر وړاندې به لاس په کار شي.

افغان او امریکایي مقاماتو پخوا ویلي وو چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دوه ګونی سیاست پرمخ بیایي. د دې چارواکي په وینا له دې سره چې اسلام آباد د پاکستاني طالبانو پر ضد جدي عمل کوي، د افغان طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو ملاتړ کوي او هغوی تمویلوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي وو چې طالب یاغیان ښه او بد نه لري او پاکستان باید پرته له توپیره د هغوی په وړاندې یو ډول مبارزه وکړي.

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د هغه هیواد په پوځي عملیاتو ډیر زیات لګښت شوی دی او د هغوی په وینا د داخلي بې ځایه شویو وګړو او کډوالو چارې او د سیمې بیارغونه ډیر لګښت ته اړتیا لري.

یو لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي دي چې متحده ایالتونو د کېري – لوګر د مصوبې په بنسټ څه دپاسه ۲۵۰ میلیونه ډالر پاکستان ته ورکوي چې هغه د بیارغونې او د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو کسانو د ستونزو د حل لپاره وکاروي.

د کېری – لوګر مصوبې شرط ایښی دی چې د "تروریستي ډلو پر ضد" د اقداماتو په صورت کې پاکستان کولای شي د امریکا د متحده ایالتونو له مرستو څخه ګټه واخلي. د امریکا متحده ایالتونه د حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ګڼي.

XS
SM
MD
LG