د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن مرګ د امریکا او پاکستان په اړیکو څه اغیزې کړیدي


د بن لادن مرګ د امریکا او پاکستان په اړیکو څه اغیزې کړیدي
د بن لادن مرګ د امریکا او پاکستان په اړیکو څه اغیزې کړیدي

د پاکستان په خاورې کې د امریکا د خاصو قواوو لخوا د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن د چاپې نه وروسته چې هغه پکې ووژل شو، د امریکا او پاکستان چارواکي اوس خپله همکاري او ګډ کار کول د سره ارزیابي کوي.

امریکایي چارواکي پدې مسلې باندې هم غور کوي چې آیا امریکا د پاکستان سره خپلو په میلیاردونو ډالرو مرستې جاري وساتي او که څنګه.

دا چې امریکا د القاعده د شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په خاورې کې پیدا کړ او ویې واژه، دې کار د دواړو هیوادونو تر مینځ په اړیکو باندې هم زیات تاثیر وکړ او دغه اړیکې یې یوې نامالوم لورې ته سوق کړلې.

د امریکایي چارواکو لپاره یوه پوښتنه د هغو په میلیاردونو ډالرو مرستو په اړه ده چې هر کال یې د پاکستان د پوځ او پدغه ملک کې د پرمختګ د چارو سره کوي. امریکایان وایي چې هغوي د پاکستان سره هر کال تقریباً څلور میلونه ډالره مرستې کوي خو دا پوښتنه هم ورسره کوي چې پاکستان د دغو مرستو په مقابل کې د امریکا لپاره څه کوي.

د امریکا د مشرانو د جرګې یوه غړي باب کارکر چې څو ورځې د مخه یې د مشرانو د جرګۍ د بهرنیو اړیکو په یوې غونډې کې وینا کوله، ویې ویل چې د امریکا د پارلمان زیات شمیر غړي د پاکستان سره د مرستو په اړه د سره غور کوي.

" زه فکر کوم د پارلمان زیات شمیر غړي دا غواړي چې د پاکستان سره دې مرستې تر هغه وخته پورې ودریږي تر څو پورې چې مونږ ته دا خبره مالومه شوي نه وي چې زمونږ ګټه په څه کې ده. خو زه غواړم چې د پاکستان سره دې زمونږ اړیکې د راکړه ورکړې شکل ولري. "

د بن لادن مرګ د امریکا او پاکستان په اړیکو څه اغیزې کړیدي
د بن لادن مرګ د امریکا او پاکستان په اړیکو څه اغیزې کړیدي

خو بل پلو په پاکستان کې هم د امریکا په مرستو باندې انتقاد کیږي. حقیقت دا دی چې د پاکستان سره دامریکا ځینې مرستې اصلاً د پور په شکل کې چې پاکستان یې باید چې بیرته امریکا ته ورکړي.

د پنجاب د ایالت ګورنر شهباز شریف وایي که چیرته پاکستان غواړي چې د بهرنیو هیوادونو د اثر په مقابل کې خپلواک پاتې شي نو د امریکا هغه غوښتنې چې د پاکستان سره د مرستو په مقابل کې یې کوي، نور د منلو وړ ندي.

" دی وایي چې د بهرنیو هیوادونو لخوا د مرستو منل امکان لري خو که چیرته د دغو مرستو په مقابل کې بهرنی هیوادونه پاکستان ته د غوښتنو کوم لیست ورکړي نو پاکستان ته پکار دي چې په جګو سترګو د هغوي مرستې رد کړي. زه پدې عقیده یم چې تر هغه وخته پورې چې مونږ د بهرنیو هیوادونو په مرستو باندې اتکا وکړو نو د خپل هیواد د خودمختاریت ادعا نشو کولی. "

پنجاب چې په پاکستان کې تر ټولو غني او د نفوس په لحاظ غټ ایالت دی د جمعې په ورځ یې د امریکا سره شپږ قراردادونه فسخ کړل.

د پنجاب مشرتابه د برحاله حکومت د سیاسي مخالفې ډلې پاکستان مسلم لیګ – نواز په لاس کې ده او په همدې خاطر یو شمیر کسان په پاکستان کې پدې ډلې باندې انتقاد کوي چې د امریکا د مرستو سره یې پدې خاطر مخالفت ښودلی دی چې غواړي د ځان لپاره سیاسي نمرې جوړې کړي.

کارپوهان پدې باور دي چې که چیرته امریکا په پاکستان باندې مرستې بندې کړي او یا پاکستان د امریکا مرستې ونه مني نو په اوږ مهاله کې به پاکستان ته زیات تاوان ورسیږي. د پاکستان شهرت ته به ډیر زیانمن شي او د دې سربیره به پاکستان ته په مالي لحاظ هم ډیر تاو ان ورسیږي ځکه همدا اوس یو شمیر هیوادونه دي چې په پاکستان کې پخپلې پانګه اچونې باندې د سره غور کوي.

د بن لادن مرګ د امریکا او پاکستان په اړیکو څه اغیزې کړیدي
د بن لادن مرګ د امریکا او پاکستان په اړیکو څه اغیزې کړیدي

له بلې خوا پاکستان همدا اوس د پیسو د نړیوال وجهي صندق (IMF) 11 میلیارده ډالره پور وړی دی چې دا د کارپوهانو په نظر د پاکستان د اقتصاد لپاره ډیره مهمه مسله ده.

په پاکستان کې د امریکا د پرمختایي اداري USAI رئیس انډریو سیسن وایي پکار ده چې اوس مهال هم په پاکستان او هم په امریکا کې سیاسي چارې د نږدې نه وڅارل شي ځکه چې دا کار د هغوي په اوږ مهاله پروګرامو نو باندې زیاته اغیزه لري.

" زه دلته په پاکستان او په امریکا کې سیاسي چارې څارم او زه هیله لرم چې د پاکستان لپاره دې زمونږ پروګرام کم یا بند نشي ځکه چې زمونږ ټول هدف ګډ کار کول او ملګرتیا ده. دا خبره واضح ده چې اوږدمهاله پرمختګ یوزاې په صورت کې کیږي چې باور او پانګه اچونه موجوده وي او که چیرته پانګه اچونه او باور له مینځه ولاړ شي نو پدې سره به د زمونږ ملګرتیا ته زیات تاوان ورسیږي او زه هیله لرم چې دا کار ونشي. "

خو پخپله په پاکستان کې بیا یو شمیر کارپوهان وایي چې که چیرته امریکا پاکستان ته شا واړوي نو امریکا ته به یې زیان ورسیږي. په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوه قیص اسلم وایي کله چې په 1998 میلادي کال کې پاکستان خپل اتومي وسلې وازمایلې او د امریکا لخوا پرې ځیني بندیزونه ولګیدل نو دا د دې سبب شو چې پاکستان د اسلامي تندلارو ډلو لاس ته ورشي.

" امریکا دا غلطي پخوا هم هغه وخت وکړله کله چې مونږ خپلې اتومي وسلې وازمایلې. امریکا په مونږ مرستې کمې کړلې او هم یې زمونږ د اقتصاد سره اړیکې وشلولې. نو تیجه یې څه شوه؟ زمونږ په هیواد کې تروریستانو ځالې جوړې کړې. که امریکا بیا دا کار وکړي نو زمونږ د ملک به هم هماغه پخوانی حالت شي. "

رپوټ وایي په امریکا باندې د سپټمبر د میاشتې د 11 مې نیټې د تروریستي حملو نه وروسته امریکا یو ځل بیا په پاکستان کې پانګې اچونې ته مخه کړله او د 2002 کال نه راپدیخوا یې د پاکستان لپاره د شلو میلیاردونو ډالرو مرستې منظورې کړلې. د دغو مرستو زیاته برخه د پاکستان سره پوځي مرستې دي تر څو پاکستان د همدغو مرستو پر مټ د افغانستان پولې ته نږدې د تندلارو ډلو په خلاف مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG