د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان نه غواړي چې پخپلو ژمنو دې ټینګ ودریږي


امریکا د پاکستان نه غواړي چې پخپلو ژمنو دې ټینګ ودریږي
امریکا د پاکستان نه غواړي چې پخپلو ژمنو دې ټینګ ودریږي

دامرېکا حکومت دپاکستان نه غواړي چې دټروریزم سره دجنګ په باب باېد په خپله وعده باند کلک ودرېږي.

دامرېکا دبهرنېو چارو وزېرې هلېري کلنټن نن ووېل چې پاکستان تل په دې اړه فېصله کوونکي او غوڅ ګامونه نه دي اخېستلي او اوس نور ددې وخت رارسېدلی چې پاکستان دهغې په وېنا د واشنګټن توقعات او غوښتنې پوره کړي.

خو مېرمن کلنټن دا خبره په څرګنده توګه ونه کړه چې واشګنټن دپا کستان دمشرانو نه څه توقعات لري.

د مئ په دوهمه په ابېټ اباد کې دامرېکاېې کوماندوګانو د حملې نه وروسته دامرېکا او پاکستان روابط ساړه شوي دي ،خو مېرمن کلنټن نن ووېل چې د ېو لړ دېپلو ماتېکي ستونزو باوجود امرېکا د اوږدې مودې پورې د پاکستان سره دنژدی اسټراتېژېکي اړېکو ساتلو ته ضرورت لري.

له بلې خوا پرون دامرېکا دپوځ ېوه وېاند ووېل دپاکستان دحکومت په غوښتنه په پاکستان کې دخپل پوځي پرسونل کمول پېل کړې دي. فعلا په پاکستان کې تقرېبا ٢٠٠ امرېکاېې عسکر پراته دي چې دالقاعدې او اسلامي جنګېالو پر خلاف د جنګ لپاره ، پاکستاني ځواکونو ته نظامي روزنه ورکوي.

XS
SM
MD
LG